د لاس رسي وړ اتصالات

د باسټن برید کونکو غوښتل ځانمرګه برید وکړي


د باسټن امنیتي چارواکي وايي چې د باسټن د بمي چاودنو دویم مشکوک زوهار څارنیف د امریکا د فیډرالي تحقیقاتو ادارې یا اف بي آی ته ویلي دي چې هغه او ورور یې تمرلن زارنیف په لومړي پړاو کې په پام کې درلوده چې د امریکا د جولای پر ۴ مه د امریکا د استقلال په ورځ ځانمرګه بریدونه وکړي.

چارواکي وايي چې زوهار ورته ویلي دي چې دوي ځکه خپل پلان ته تغییر ورکړ چې تعبیه شوي بمونه یې مخکي له هغه نه چې دوي یې توقع درلوده آماده شول.

د اپریل پر ۱۵ چې په امریکا کې د وطن پالو ورځ ده او د جولای پر ۴ مه چې په امریکا کې د خپلواکۍ ورځ ده په باسټن ښار کې زیات جم وجوش وي او خلګ یې لمانځنې کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې وزهار ویلي چې دوي د انور الاواکي له خواه خپرې شوې آنلاین ویډیوګانې کتلي دي دي خو هیڅ داسي شواهد نسته چې دوي دي په مستقیمه د هغه سره ارتباطات نیولي وي. الواکي د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.
XS
SM
MD
LG