د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی کمپنۍ وايي تاوان یې ٣ میلیارد ډالرو ته ورسید


د بی پې کمپنی واېې چې دتېلو د توېېدلو قېمت دری اعشارېه ېو بلېون ډالرو ته رسېدلی دی. بې پې وایی د پاکولو لگښت او دخلکو له خوانه د خساری د ادعاگانو قېمت ٣ اعشارېه ېوبلېون ډالرو ته رسېدلی دی.

دمکسېکو په خلېج کې تېل د ساحل په سوونو کېلومتره ساحه نېولی ده او دڅلورو جنوبی اېالتونو اقتصاد ته ېې تاوان ور اړولی دی.

د بې پې کمپنی د دوشنبی په ورځ ووېل چې په دغه لگښت کې هغه ١۴٧ ملېونه ډالره شامل دی چې هغو خلکو ته ېې تادېه کړېدی چی د تېلو دتوېېدلوپه دغه فاجعه کې خساری لېدلی دی. د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې بې پې له خپلو دوه شرېکباڼو نه غوښتلی دی چی په دې خساره کې او د پاکولو په لگښت کې ۴٠٠ ملېون ډالره تاوان ورسره وگالی. د بې پی په شرېکباڼؤ کې د انادارکو د پطرولو کارپورېش او دجاپان د مېتسو د تېلو د تفحصاتو کمپنی شاملی دی.

بل پلو د اوبو نه د تیلو د پاکولو کار چټک شوی دی.

دتاېوان د TMT Shipping Offshore په نامه کمپنی په خپله ېوه بېړی باندی ازموېنه کوی چې د سمندر له اوبو نه تېل جلا کوی. د A Whale په نامه دغی بېړی ته د دولسو مجراوو نه یوی کښتۍ ته داخلیږی او د تیلو او اوبو د جلا کولو وروسته اوبه بیرته سمنر ته پمپ کیږی. ویل کیږی چی په دی ډول به د ورځی ٨٠ میلیون لیټره تیل تصفیه کړی.

خو د تصفیی دغه کار چې دتېرو ۴٨ ساعتونو راهېسی روان دی تر اوسه په پشپړه توگه نه دی ترسره شوی ځکه چی د الیکس په نامه د سمندری طوفان وروسته تر اوسه پوری د سمندر څپی څپاندی دی.

له بلې خوا، چېن د امرېکا ېو بېولوژېست په اته کاله بند ددولت د مخفې قوانېنو پر بنا محکوم کړېدی. رپوټ واېې چی داکار په چېن کې د تجارتی فعالېتونو د حدودو په برخه کې پوښتنی منځته راولی.

دامرېکا سفارت په پېکنگ کې ووېل چې دوی په دې باندی ناامېده شول چی ددوشنبی په ورځ باندی ېې دمحکمی کومه فېصله واورېدله . په دغه فېصله کې ٣٠٠٠ ډالره ناغه هم شامله وه. د سفارت بېانېه د ژوفېنگ د سملاسی خوشی کولو غوښتنه کوی او واېې چې هغه دې امرېکا ته ولېږل شی.

ژوفېنگ ۴۴ کلن دی او دامرېکا تابعېت ېې اخېستی دی. هغه له ٢٠٠٧ مېلادی کال راهېسی بندی و.

XS
SM
MD
LG