د لاس رسي وړ اتصالات

بي.پي: د نفتو د خراب څا د بندول هڅه کامیابیږي


د برېتانېې دتېلو شرکت، بی پی، واېې غواړی چه دمکسېکو په خلېج کی دېوې سورئ شوې څاه نه دتېلو د جرېان د فشار داندازې دلگولو لپاره ازموېنه نن بېرته شروع کړی،ځکه دڅاه د سوری دتړلو لپاره چه دېوې نوي سرپوښ داېښودلو په وخت کوم تخنېکی مشکل پېدا شوی ؤ، هغه اوس رفع شوی دی.

د سرپوښ هدف دادی چه دڅاه دسوری خوله په پوره ډول وتړل شی تر څو دتېلو جرېان بېلکل بند شی. ددغې څاه نه هره ورځ شپېته زره خام تېل داری وهی او دمکسېکو په خلېج کی داوبو سره ورگډېږی.

د بی پی مسوولېن واېې چه دسرپوښ ټول والوونه ېې په امتحانی ډول تړلی دی او غواړی چه معلومه کړی اېا په موثره توگه دتېلو مخه نېولی شی او که نه او هم دا چه اېا تېل ېواځی د څاه د ېوه سوری نه ځی او که دبلی کومی برخی نه ېې روان دي.

دامرېکا د ساحلی گارد ېو متقاعد قوماندان تډ الن چه ددغو عملېاتو عمومی مسوولېت په غاړه لری واېې چه په اته څلوېښتو ساعتونو کی به معلوم شی چه ټول تېل ددغه سرپوښ په وسېله بندېږی او که نه.

XS
SM
MD
LG