د لاس رسي وړ اتصالات

برینن: روسیې ته مو خبردارې ورکړی و چې په انتخاباتاتو کې مداخله ونکړي


د سي ای اې پخوانی مشر جان برینن
د سي ای اې پخوانی مشر جان برینن

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي آی اې پخوانی مشر جان برینن وایي روسیې ته یې دمخه خبردارې ورکړی و چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله ونکړي.

د سي آی اې پخواني مشر جان برینن د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوری ریاست د انتخاباتو په وخت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مبارزې د ټیم او د مسکو ترمنځ د احتمالي اړیکو نښې نښانې لیدلې وی او روسیې ته یې خبردارې ورکړی و چې په انتخاباتو کې دی مداخله نه کوی.

برینن دغه تبصره په داسي وخت کې کړیده چې په واشنگټن کې د اف بي آی د پخواني مشر جیمز کومي د گوښه کولو له کبله سیاسي بحثونه لا دوام لري. د اف بي آی پخواني مشر کومي د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د ټرمپ د مبارزې د ټیم او د روسیې تر منځ د اړیکو په هکله تحقیقات شروع کړي وو.

د امریکا په ولسمشر ټرمپ باندې په دی وجه سخت انتقادونه کیږي چې د دغو تحقیقاتو په دوران کې یې ښاغلی کومي د دندې برطرفه کړ.

برینن چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې یې د سي آی اې د مشرۍ نه استعفی وکړه، وویل چې دا څرگنده شویده چې روسیې د امریکا په انتخاباتو کې د مداخلې کوښښ کاوه او هغه د روسیې استخباراتي ادارې ته خبردارې ورکړی و چې دا به د امریکا او روسیې اړیکې خرابې کړي.

د جنورۍ په میاشت کې د امریکا استخباراتي ادارو په روسیې تور ولگاوه چې دا هڅې یې کولې چې ښاغلی ټرمپ انتخابات وگټي ځکه یې د دیموکرات گوند د کاندیدې هیلري کلنټن ایمیلونه هیک یا غلا کړي وو.

ولسمشر ټرمپ په پرله پسې توگه دغه تورونه ردوي چې گوندې د هغه د انتخاباتي کمپاین ټیم د روسیې سره اړیکې لرلی، خو په ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ لومړنۍ میاشتې د اف بي آی په تحقیقاتو کې تیرې شوی.

ښاغلي برینن د کانگرس استخباراتي کمیټې ته وویل "پکار ده چې دا هر چا ته څرگنده وي چې روسیې په ډیرې بېشرمۍ زمونږ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله کړیده. او په دی برسېره چې مونږ هغوي ته خبردارې ورکړ، هغوي بیا هم خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړه."

د جمهوری غوښتونکي گوند غړي ټری گاوډی ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ولسمشر ټرمپ او د روسیې د حکومت تر منځ د همکارۍ او کومې توطیې د جوړولو څه ثبوت لرئ، ښاغلي برنین وویل "ما داسی معلومات او استخبارات ولیدل چې پکار ده اف بي آی د هغې تحقیقات کړی وی چې ایا د روسیې او د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي مبارزې د ډلې تر منځ اړېکي شته او کنه."

برینن د معلوماتو د تفصیل د څرگندولو نه ډډه وکړه او وی ویل چې دغه پټ او سري معلومات دي.

د یو بل خبر له مخې جمهوری غوښتونکي جان مکین د سه شنبې په ورځ د ملي استخباراتي ادارې د مشر ډان کوټس نه د واشنگټن پوسټ د ورځپاڼې د هغه رپورټ په هکله پوښتنه وکړه چې ولسمشر ټرمپ د کوټس او د ملي امنیت د مشر مایکل راجرز نه دا غوښتي و چې د روسیې سره د اړیکو په هکله د خلکو نظر بدلول غواړي.

ډان کوټس د جان مکین د پوښتنې ځواب ور نکړ خو وویل چې هغه د ولسمشر ټرمپ سره په ډیرو موضوعاتو خبرې کوي او زیاته یي کړه چې دا به مناسبه نه وي چې د هغه خبرې غلطې تعبیر شي.

XS
SM
MD
LG