د لاس رسي وړ اتصالات

په برازیل کې یو میلیون کسانو مظاهرې وکړې


د برازیل ولسمشرې خپل د کابینې یوه بیړنۍ غونډه رابللې ده چې په دغه هېواد کې د مخ پر زیاتیدونکو لاریونونو په هکله خبرې وکړي. دغه لاریونونه د دې سره سره چې حکومت د مظاهره کونکو غوښتنې منلي دي، مخ پر تشدید دي.


د پنچشنبې په ورځ د برازیل په لسګونو ښارونو کې لږ تر لږه ۱ میلیون کسان لارو کوڅو ته راووتل چې پولیسو یې د کنټرول دپاره د اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخیستی. یواځي د ،،ریو دي جینیرو،، په ښار کې درې لکه خلګو مظاهره وکړه .

مظاهره کونکو د دغه هیواد په پلازمېنې براسیلیا کې د باندنیو چارو د وزارت پر ودانۍ باندي برید وکړ او پر ودانۍ باندي یې پټاقیانې او سوځیدونکي توکي وروغورځول. پولیسو وروسته مظاهره کونکي د یادشوې ودانۍ څخه پسي واخیستل.

ولسمشره ډیلما روزیف به د جمعې په ورځ د خپلې کابنیې د څو غړو سره لیده کاته وکړي چې د مظاهرو د کنټرول او آرامولو لارې چارې وموندل شي. روانې مظاهرې په دو لسیزو کې تر ټولو غټې مظاهرې دي چې په برازیل کې کېږي. میرمن روزیف د مظاهرو له کبله جاپان ته خپل د راتلونکې اونۍ سفر ځنډولی دی.

مظاهرې لومړۍ د بس او ټرین د کرایوو د لوړېدو له کبله پیل شوې خو وروسته مظاهره کونکو د حکومت پر غفلت باندي چې خلګو ته عامه خدمات وړاندي کړي تمرکز وکړ او پر حکومت باندي د لوړې مالیې او پراخ اداري فساد په خاطر نیوکې کوي.
XS
SM
MD
LG