د لاس رسي وړ اتصالات

الکول د سینې د سرطان د ناروغۍ خطر ډیروي او سپورت ېې کموي


په امریکا کې د سینې د سرطان د مخنوۍ په اړه یوه بې ساري ځیړنه شوې ده. دغه څیړنه وايي چې هغه ښځې چې روزمره الکول یا شراب ځښي، د سینې د سرطان په ناروغۍ یې د اخته کیدو خطر ډیر دی.

څیړنه هغه لارې چارې هم ښيي چې که عملي شي نو په ښځو کې د سینې د سرطان خطر کموي.

دغه لویه څیړنه، چې د ۱۱۹ پخوانیو څیړونو مجموعه ده، د امریکا د سرطان د ناروغۍ د څیړنو انستیتوت کړې ده.

دغه ۱۱۹ پخوانۍ څیړنې په امریکا کې په ۱۲ میلیونو ښځو باندې شوې دي چې دوه سوه او شپیته زره یې د سینې په سرطان اخته وو.

څیړونکې آن مکټینین وايي چې د ۱۱۹ څیړنو نه په لسو کې یې چې په هغو ښځو شوې وو چې د بلوغ عمر ته رسیدلي وي، ښيي چې د الکولو مصرف او د سینې د سرطان ترمنځ تړاو شته. هغه واېې،

،،موږ دا وموندله چې هغه ښځې چې د ورځې تر لسو ګرامو پورې الکول مصرفوي، په هغوی کې د سینې د سرطان خطر پنځه فیصده ډیر وي.

که څه هم پنځه فیصده کم مقدار دی، خو دا بیا د پام وړ مقدار په دې دی چې موږ قانع کوي چې رښتیا الکول تاثیر لري،،.
مک ټینین وايي چې د نړۍ د روغتیا سازمان په دې باور دی چې الکول یا شراب هغه څه دي چې د سینې د سرطان سبب ګرځیدای شي.

یو بل شی چې څیونکو موندلی دی هغه دا دی چې که ښځې منظمه سپورټ وکړی ، مثلا ځغاسته وکړي او یا هم باسکیل وچلوي،نو په دغو ښځو کې د سینې د سرطان خطر کمیدای شي. قدم وهل او یا هم فزیکي کار بیا ۱۳ فیصده په ښځو کې د سینې په سرطان د اخته کیدو خطر کمولی شي.

د پاخه عمر په ښځو کې د وزن زیاتوالۍ هغه څه دي چې د سینې د سرطان په ناروغۍ د اخته کیدو خطر ډیروي.

مکټینین وايي چې په خوراک کې د ډیرو میوو او سبزیجاتو موجودیت د ښځو سره مرسته کوي چې خپل وزن کنټرول کړي او وزن یې ډیر نه شي.

د امریکا د سرطان د ناروغۍ په اړه د تحقیقاتو انستیتیوت وايي چې که چیري په امریکا کې ښځې الکول ونه څښي، سپورت وکړي او پرېنږدي چې وزن یې ډیر شي، نو د دې امکان شته چې د سینې د سرطان د درېیونه د په یوه مورد مخه یې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG