د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د وارداتي بريښنا بیه ۲۵٪ لوړه شوه


افغانستان هرکال د ۲۲۰ میلیونو څخه تر ۲۷۰ میلیونو ډالرو پورې بریښنا له خپلو څلورو ګاونډي هیوادونو اخلي
افغانستان هرکال د ۲۲۰ میلیونو څخه تر ۲۷۰ میلیونو ډالرو پورې بریښنا له خپلو څلورو ګاونډي هیوادونو اخلي

د افغانستان د برښنا د شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن د یکشنبې په ورځ کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې تیرکال دغه شرکت د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د بیې د پریوتلو له امله تر ۱۸ میلیونو ډالرو پورې زیان درلود.

ښاغلي توحیدي وویل " مونږ له ایران، تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان څخه بریښنا په ډالرو اخلو په افغانستان کې یې په افغانیو پلورو".

وحیدالله توحیدي امریکاغږ اشنا ته وویل چې د بریښنا شرکت ته د وارداتي بریښنا هرکیلوواټ په ۹ سنټو تمامیږي.

هغه وویل چې اوس د بریښنا د هرې افغانۍ په مصرف کې ۲۵ پوله زیاتوالی راغلی دی.

په ۲۰۱۵ کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیعه چې پخوا هر ډالر په څه باندې ۵۸ افغانۍ پلورل کیده ۶۸ افغانیو ته لوړه وختله، چې ورسره د اړتیا وړ موادو بیعې هم لوړې شوې.

د افغانستان د برښنا د شرکت ویاند همداشان وویل چې په تیر ژمي کې د بغلان په ولایت کې د وسله والو مخالفانو له خوا د ګاونډیو هیوادونو څخه د وارداتي برښنا د مزو د پرې کیدلو له امله دغه شرکت ته تر دوه نیمو میلیونو ډالرو پورې زیان رسیدلی دی.

په تیر ژمي کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ ډنډ شهاب الدین سیمه کې د وارداتي بریښنا مزي پرې کړل چې له امله یې کابل ښاریانو تردریو اونیو پورې بریښنا نه لرله.

د افغانستان د بریښنا د شرکت وایي چې دا شرکت هرکال د ۲۲۰ میلیونو څخه تر ۲۷۰ میلیونو ډالرو پورې بریښنا له خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو څخه اخلي

د افغانستان د بریښنا د شرکت ویاند وویل چې د بیعې لوړوالی یوازې په وارداتي بریښنا په بیعه کې راغلی دی او په کور دننه بریښنا بیعې نه دي لوړې شوې.

افغانسان په اوس وخت کې د خپلې اړتیا وړ بریښنا تر ۷۰٪ پورې له خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو څخه پوره کوي. د افغانستان د بریښنا موسسه وایي چې دافغانستان بریښنا د اړتیا د پوره کولو لپاره لا هم هڅه کوي چې له ګاونډیو هیوادونو نوره بریښنا هم خپل هیواد ته وارده کړي.

XS
SM
MD
LG