د لاس رسي وړ اتصالات

برطانیه تر اوسه د اروپایي اتحاد نه په وتلو زړه نازړه ده


د برطانیې د تاریخي ټولپوښتنې نه ورسته تر اوسه پورې بیا هم دا پوښتنه موجوده ده چې برطانیه به د اروپایی اتحاد نه ووځی او کنه. ځیني کارپوهان واېي چې کیداې شي برطانیه د اروپایي اتحاد نه و نه ووځي.

د برطانیې صدراعظم ډیوډ کیمرون چې د خپلې دندی نه استعفا ورکوي وایي چې هغه به د اروپايي اتحاد نه د بیلیدو رسمي پریکړه راتلونکي صدراعظم ته پریږدي. ځیني سیاستمداران وایي چې د دغې ټولپوښتنې په اساس پریکړه کول قانوني مسئولیت نه لري او د برطانیې پارلیمان دې د دغې بیلتون د عملي کیدو نه مخکې رائگیری وکړي

د برطانیې په یوې دولتي ویباڼې کې د بیا ټولپوښتنې لپاره خلکو یو درخواست ورکړې دی چې په تیرو دریو ورځو کې لږترلږه درې ملیونه خلکو هغه لاسلیک کړیدی.

د اروپايي هیوادونو مشران د دوهم نړیوال جنگ نه راپدیخوا د اروپایي هیوادونو د اتحاد په برخه کې د ډیرو لوېې مشکلاتو سره مخ دي. هغوي اوس په دی مسئله په مختلفو ډلو ویشل شويدي چې دغه بیلتون په څه ډول عملي شي. پاریس وایي چې په بیړه دغه عمل ترسره کولو ته ضرورت دی خو جرمني بیا وایي چې دغه جریان دې په قلاره ترسره شي.

په دې برسیره سکاټ لینډ وایي چې هغوي به د اروپايي اتحاد نه د وتلو پریکړه ویټو کړي.

XS
SM
MD
LG