د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي خورد ضابط ښایي په عمري بند محکوم شي


برگدال د ٢٠٠٩ کال د جون په میاشت کې طالبانو ونیو او پنځه کاله له هغوی سره بندي و.

برگدال د ٢٠٠٩ کال د جون په میاشت کې طالبانو ونیو او پنځه کاله له هغوی سره بندي و.

د امریکا د متحده ایالاتو پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پخوانی امریکایي خورد ضابط بو برگدال چې په افغانستان کې یې وظیفه ترسره کړې له پوځي پوستې څخه د تیښتې او د نورو سرتیر ژوند ته د گواښ د رامنځ ته کولو په وجه به پوځي محکمې ته وړاندې شي.

برگدال د ٢٠٠٩ کال د جون په ۳۰ طالبانو ونیو او پنځه کاله یې ددې ډلې سره په اسارت کې تیر کړل تر څو چې تیر کال په گوانتنامو کې د امریکا له پوځي زندان څخه د پنځو طالب بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د طالبانو له بند څخه آزاد شو.

کچیرې دغه پخوانی امریکایي خورد ضابط له وظیفې څخه په فرار محکوم شي ښایي د خپل عمر پاتې برخه په پوځي زندان کې تیره کړي.

د برگدال مدافع وکیلان د روان کال په پیل کې د محکمې په غونډه کې دلیل وړاندې کړ چې هغه باید په سرغړونه تورن شي، هغه جرم چې سزا یې د رتبې تنزیل، لنډمهاله بند او له پوځي خدمت څخه ایستل دي.

مدافع وکیلان وایي چې برگدال له طالبانو سره اړیکه نه لري او د هغه د موندلو لپاره هیڅ سرتیري ژوند نه دی بایللی. هغوی وایي چې برگدال د طالبانو سره د بند پر وخت زیاته سختي او مشقت گاللی دی.

خو د پوځي محکمې مقامات وایي چې برگدال په افغاسنتان کې د پوځي پوستې نه د تیښتېدپاره دمخه څو اونۍ وړاندې طرحه جوړه کړې وه او د شپې په تیاره کې په دې کار سره یې د نورو سرتیرو ژوند له گواښ سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG