د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه د داعش په خلاف ایتلاف کې د ګډیدو پریکړه کوي


د برتانیې صدراعظم ډیوډ کیمرون په پارلیمان کې په دې اړه یو جدي بحث پیل کړی چې آیا دغه هیواد په هغه ائتلاف کې ور ګډ شي او که نه چې په سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش په جګړه مارانو باندي هوایي بریدونه کوي.

د برتانیې د پارلیمان غړي نن پریکړه کوي چې آیا دغه هیواد په سوریې کې د داعش په خلاف جګړې کې برخه واخلي او که نه.

برتانیه دا پریکړه پداسې حال کې کوي چې د امریکا متحده ایالاتو هم اعلان وکړ چې سیمې ته به نور عسکر هم واستوي چې د سخت دریزه ډلو په خلاف عملیات وکړي.

د پارلیمان دا رایه اچونه به د برتانیې شاهي هوایي ځواک ته اجازه ورکړي چې په سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش په جګړه مارانو هوایي بمبارۍ وکړي.

د برتانیې صدارعظم ډیوډ کیمرون ډاډه دی چې " د پارلیمان غړي به د هغه غوښتنه ومني." تمه کیږي چې د ښاغلي کیمرون د غوښتنې په اړه به د برتانیې په محلي وخت نن ماښام رایه ګیري وشي.

که څه هم چې ښاغلي کیمرون ویلي دي، "برتانیه به په دې جګړه کې مهم نقش ولري" خو کله چې هغه نن په پارلیمان کې وینا کوله، د مخالف ګوند د غړیو له خوا د سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

د برتانیې د کارګر ګوند غړي د صدراعظم ډیوډ کیمرون نه غواړي چې خپله هغه خبره دې بیرته واخلي چې ویلي یې دي " په ائتلافي ځواکونو کې د برتانیې د ورګډیډو مخالفین، د هغه په قول د تروریستانو سره خواخوږي لري. "

د پارلیمان غړيو ویلي دي چې کیمرون دې بخښنه وغواړي ځکه دوي وایي، د هغه څرګندونې هغو کسانو ته سپکاوی دی چې د هغه د پالیسۍ سره موافق نه دي.

خو د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامنډ د ډیوډ کیمرون د څرګندونو ننګه کړې او وایي چې د هغه د خبرو هدف " د کارګر د ګوند مشر جیرمي کارباین نه دی چې د پخوا راهیسې د جګړې مخالفت کوي."

XS
SM
MD
LG