د لاس رسي وړ اتصالات

کیمرون: ناټو به قوي افغان ځواک ترشا پرېږدي


د بریتانیې د ګارډین ورځپاڼه د جولای د ۱۹ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې ډیوید کمیرون طالبانو ته خبرداری ورکړی چې ناټو به په ۲۰۱۴ کال کې داسي افغان امنیتي ځوړاکونو تر شا پرېږدي چې د هر ډول یاغۍ ګرۍ په مقابل کې د بریالیتوب وړتیا ولري.

ورځپاڼه د کیمرون له قوله لیکي چې دا یو غټه تیروتنه ده چې ځیني یې کوي او په دې باور دي چې په ۲۰۱۴ کال کې، کله چې ناټو خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي، طالبان به غټ نظامي برید وکړي.

ښاغلي کیمرون زیاته کړه چې طالبان دي دافغان ملي امنیتي ځواکونو پر توان باندي په زړه کې هیڅ ډول شک نه ساتي. خو صدراعظم کیمرون چې د ولسمشر کرزي ترڅنګ یې په یوه خبري کنفرانس کې خبري کولې، وویل چې طالبان اوس هم کولای شي چې د افغانستان په سیاسي بهیر کې برخه واخلي په دې شرط چي د تاوتریخوالي لاس واخلي.

ښاغلي کیمرون کرزي ته خطاب وکړ چې په تیرو دریو میاشتو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ښې راتلونکې د تامین او سوکالۍ دپاره د لسیزو ژمنې کړي دي نوموړي زیاته کړه چې مونږ غواړو چې د افغانستان سره یوځای کار وکړو چې ددغه هیواد راتلونکې په یوې مثبت راتلونکې بدله شی.

ورځپاڼه لیکي چې صدراعظم کیمرون وویل چې دا تر دې په نورو واضیح الفاظو باندي نشي بیانېدای او طالبان دي په دې سم دم سر خلاص کړي چې دوي نشي کولای چې زمونږ د وتلو انتظار وباسي او بیا افغانستان ونیسي، مونږ به د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان کلک ملګري او حمایت کونکي پاتي شو.

ورځپاڼه د کیمرون له قوله لیکي چې د افغانستان د امنیتي چارو مسولیت د ناټو د تکړه قواوو نه و افغان تکړه قواوو ته سپارل کېږي. البته دا جوته ده چې مونږ به ډير پرمختګ وکړو که چیري دغه مسله د سیاسي لارې نه حل شي خو طالبان دي په دې پوه شي چې مونږ به امنیت تګړه، مجهز او پراخ افغان پوځ او پولیسو ته سپارو چې د هرډول یاغي ګرۍ د ماتې وړتیا ولري.

ښاغلي کیمرون دغه راز دا هم وویل چې د افغانستان د سولې بهیر د سیاسي مزاکراتو له لارې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا ښې همکارۍ له لارې نور هم وده موندلای شي خو دغه بهیر په بشپړه توګه پردغو مسلو باندي تکیه نه کوي.

بل پلوه د برادنټن هیرالد ورځپاڼه د جولای د ۱۹ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې افغانستان او پاکستان دواړوه په مشترکې جګړې کې راګیر دي.

ورځپاڼه د صدراعظم کیمرون له قوله لیکي چې پر افغانستان او پاکستان غږ کوي چې د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمه کې دي د یاغیانو پرضد په ګډه کار وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي کیمرون کابل ته سفر کړی دی چې د امریکا د فشار ترڅنګ پر پاکستان باندي فشار زیات کړي چې د افغانستان د جګړې د ختمولو په برخه کې نور هم همکاره شي.

ورځپاڼه لیکي چې په سرحدي سیمو کې بریدونه او د طالبانو سره د سولې معطل شوې خبري د ولسمشر کرزي، صدراعظم کیمرون او صدراعظم راجا پرویز اشرف د درو اخیزو خبرو مهم ټکي وو.

ورځپاڼه لیکي چې بریتانیه امریکه او افغان حکومت د ډیر پخوا راهیسې پر پاکستان نیوکه کوي چې د سرحدي بریدونو مخه نه نیسي. د افغانستان او پاکستان په ګډې پولې کې ، په قبایلي سیمو کې د زیات شمیر یاغیانو پټن ځایونه دي. اسلام آباد بیا ادعا کوي چې د افغانستان له خوا نه یاغیان ورځي او پر پاکستاني قواوو بریدونه کوي.

خو کیمرون وايي چې هغه ترهګر چې افغانستان ویجاړوي هماغه ترهګر دي چې پاکستان هم ویجاړوي نو په کار ده چې په دې جګړه کې سره یوځای شیْ.

XS
SM
MD
LG