د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه: د ۲۰۱۲ تر پایه له افغانستان څخه ۵۰۰ عسکر باسو


برتانیه: د ۲۰۱۲ تر پایه له افغانستان څخه ۵۰۰ عسکر باسو

برتانیه: د ۲۰۱۲ تر پایه له افغانستان څخه ۵۰۰ عسکر باسو

د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کامرون د خپل هیواد پارلمان ته د چارشنبی په ورځ وویل، دی به دعسکرو شمیر له ۹۵۰۰ نه ۹زرو ته راټیټ کړي.

هغه وویل چې د عسکرو د شمېر کمول دا څرګندوي چې د افغانستان خپلې امنیتي قواوې پیاوړې شوي دي. هغه وویل چې دا پرېکړه نه یوازې د برتانیې لپاره ګټوره ده، بلکه د افغانستان لپاره هم سمه فیصله ده.

د ډېوېډ کامرون دا فیصله یوه ورځ وروسته له دې نه اعلانیږي چې دی د افغانستان له دوه ورځني سفر نه راستون شویدی. هغه د افغانستان په سفر کې د برتانیې عسکر وکتل.

د افغانستان د سفر په ترڅ کې

ښاغلي کامرون افغانستان ته په نااعلان شوي سفر کې، په کابل کې له یو شمیر مشرانو سره ملاقات وکړ. په دې جمله کې هغه له ښاغلي کرزي سره او د امریکا د قواو له قوماندان جنرال پېټرېېس سره چې د ماموریت موده یې خلاصه ده ملاقاتونه وکړل.

ښاغلي کامرون له افغانستان سره د برتانیې تعهد بیا تکرار کړ او وې ویل چې دده هیواد به په داسې حال کې چې د برتانیې عسکر له دې هیواد نه ووځي، نورې مرستې زیاتې کړي. هغه ددې پلان اعلان هم وکړ چې په افغانستان کې به یوه داسې نظامي اکاډمي جوړه کړي چې د برتانیې د سنډ هرسټ د نظامي اکاډمۍ په نمونه به وي.

برتانیه له امریکا وروسته په افغانستان کې تر ټولو زیات عسکر لري.

امریکا او یو شمېر نور هېوادونه وايي چې دوی به په ۲۰۱۴ م کال کې د جګړې د میدان شرایطؤ ته ګوري او بیا به د خپلو عسکرو په نهايي وتلو غور وکړي خو برتانیه د ۲۰۱۴ م کال نیټې ته د وروستۍ نیټې په سترګه ګوري چې د دوی ټول عسکر به په دغه نېټه له افغانستان څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG