د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې د استخباراتو دفتر ته چا په پوسته کې بم لیږلی


په لندن کې د برتانیې د استخباراتو مرکزي دفتر
په لندن کې د برتانیې د استخباراتو مرکزي دفتر

د برتانیې پولیسونن له دوو کسانو نه هغه وخت تحقیق پیل کړ چې د خط په یوه پاکټ کې یو بم د برتانیې د استخباراتو مرکزي دفتر ته ولیږل شو او یو بل بم د لندن د پوستې په یوه ډیپو کې کشف شو.

د سکاتلیند یارد ویاند وویل بمونه د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو موندل شوي دي.

ویاند وویل، دوه تنه چې یو یې ٥٢ کلن او بل ٢١ کلن دی، په شمالي والس کې د چاودیدونکو موادو د لرلو په سبب نیولي او دا وخت د لندن د پولیسو په یو ماموریت کې ساتل کیږي.

د برتانیې د استخباراتو (ام ای شپږ) مرکزي دفتر د تامس د سیند په غاړه پروت دی او د ایرلند د جمهوري پوځ د ناراضیانو لخوا د دوه زرم کال په حمله کې ودانۍ ته یو څه تاوان اوښتی وو.

XS
SM
MD
LG