د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې د ټولپوښتنو نتیجه نن معلومیږي


په برتانیې کې په اروپایي اتحاد کې د پاتې کیدو یا ترې د بیلدو لپاره د ټول پوښتنو یا ریفرنډم نتیجه نن معلومیږي. د نظر د معلومولو په دوه سرویګانو کې معلومه شوې چې هغه کسان مخکې دي چې غواړي په اروپایي اتحاد کې دې پاتې شي.

په برتانیې کې پرون خلکو په ټول پوښتنو یا ریفرنډم کې رایې ورکړي چې معلومه کړي دغه هیواد په اروپایي اتحاد کې پاتې شي که ترې بیله شي. د رایو نتیجه نن معلومیږي خو یو شمیر مبصرینو ویلي دي ښایي چې هغه ډله به دا انتخابات وګټي چې غواړي برتانیه د اروپا په اتحاد کې پاتې شي.

د برتانیې د پنځه شپیته ملیون وګړو څخه 45 ملیونو یې ځانونه ثبت کړي و چې پدې انتخاباتو کې برخه واخلي.

د برتانویانو دا پریکړه د هیواد د اقتصاد، امنیت، ملي حاکمیت او مهاجرینو د مسایلو لپاره ډیره مهمه ده.

خلکو پداسې حال کې په رایه ګیرۍ کې برخه واخیسته چې سخت باران و او سیلابونه هم راغلي و. د سیلابونو له کبله د لندن په ښار کې د رایو دوه مرکزونه هم تړل شوي و.

XS
SM
MD
LG