د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا میشت کارګر خپلې راتلونکې ته اندیښمن دي


کارګر د صدراعظم کامیرون د دفتر مخې ته فرش سموي. دا د ۲۰۱۵ کال اکتوبر ۲۱ ده چې صدراعظم کامیرون د چین د جمهور رېیس سره لیدنه لرله
کارګر د صدراعظم کامیرون د دفتر مخې ته فرش سموي. دا د ۲۰۱۵ کال اکتوبر ۲۱ ده چې صدراعظم کامیرون د چین د جمهور رېیس سره لیدنه لرله

په برتانیی کې د اروپایي اتحاد کاریگر د دې هیواد د شنبې د ورځی د پریکړې په اړه او دا چې ددې پریکړې نه وروسته به پر دوئ څه پیښیږي، خپله ویره او اندېښنه څرگنده کړې.

بل لور ته بریتانیه د اروپايي اتحادیې نه د بیلیدو اوږد بهیر پیلوي. د شرکتونو د موسسینو یو لوی شمیر کارګر، محصلین او د کار دپاره هغه هڅاند ځوانان چې په برتانیی کې د اروپایي اتحاديي سره د خلاصو سرحدونو د وخت راهیسې اوسیږي، اوس خپله راتلونکې نامعلومه ویني.

دغو پناه غوښتونکو د برتانیی څیره بدله کړې او د لندن کینگزتین نومې سیمه ته یې د پاریس د لمنو ښکلا ورکړې، د برتانیی باستن نومی بیده ښار یې د بالتیک په فعال او له انرژۍ نه په ډک یو سوداگریز بندر بدل کړ.

یو کارګر د بریتانیې په شمال کې د ریډکار ساحه کې په کار بوخت دی
یو کارګر د بریتانیې په شمال کې د ریډکار ساحه کې په کار بوخت دی

د لوړو معاشونو او ښه فرصتونو په لټه کې شاو خوا اته سوه پنځوس زره خلک یوازی د پولنډ څخه برتانیې ته ورغلي دي. د پولنډ څخه برتانیی ته د پناه غوښتونکو شمیر دومره برابره زیات دی او همدا دلیل دی چې اوس پولندي ژبه په برتانیی کې تر ټولو مروجه دوهمه ژبه گڼل کیږي.

خو د نورو اندېښنو سره سره پولنډی سوداگر اندریو مکولسکي اوس هم خوشبین ښکاري.

دا وروستی پریکړه به په اوږد مهال کې په برتانیی کې دیره د دریو ملیون برتانوي اتباعو پر ژوند هر اړخیزه اغیزه وکړي. مکلسکي وایي ٫٫مونږ دلته ډیر زیار کاږو. دلته ټول رسمي کارونه لري او ټول په قانوني توګه ملکې ته مالیه ورکوو٬٬. مکلسکي وايي مطمین دی چې هر څه به سم شي او کیدی شي سبا خلکو ته د یو ټکان سبب وگرځي خو ورو ورو به وضعیت نورمال حالت ته ستون شي.

د فاینانشل ټایمز ورځپاڼې یوه تازه سروې څرګندوي چې که د پناه غوښتونکو په اړه د بریتانیی اوسني قوانین د اروپایی هیوادونو پر اتباعو تطبیق شي نو اکثریت به یي دندې د لاسه ورکړي او له هیواده به وتلو ته مجبوره شي. دا کار به پر هسپانوي مدافع وکیلانو، د شاتوتو را غونډونکو رومانیایانو، جرمني پانگه والو او پر هغو سوداگریزه شرکتونو ناوړه اغیز وکړي چې پر دوئ او د دوئ پر کار تکیه کوي.

په لندن ښار کې یوه ښځه د هغه الکترونیکې لوحې د مخه تیریږي چې د ۲۰۱۳ کال د اسهامو بیه شي
په لندن ښار کې یوه ښځه د هغه الکترونیکې لوحې د مخه تیریږي چې د ۲۰۱۳ کال د اسهامو بیه شي

یوه یوناني مهاجره فلوره میچالوپولو د دوه زره څوارلسم کال په پیل کې د یونان د اقتصادي کړکیچ له امله برتانیې ته کډه شوه. میچالوپولو یوه مجربه روانشناسه ده چې د معیوبو ماشومانو سره کار کوي. هغی د څو میاشتو دپاره د معاش نه پرته کار ته دوام ورکړ او کله چې د هغی د ژوند ملگری هم د ورته مشکل سره مخ شو نو دوئ مجبور شوو چې سکاټلنډ ته کډه شي.

میرمن میچالوپولو وایی د برتانیی دا پریکړه چې د اروپایی اتحاد نه ووځي دوئ ته ټکان ورکړ او اوس هم پدې نه پوهیږي چې دا پریکړه ددوئ دپاره څه معنی لري او پر ژوند به یی اغیز څه وي.

خو په لندن کې فرانسوي پانگه وال مارک میلر وایی لندن د یو اقتصادي خدماتي مرکز په توگه دی او لدې کبله هم ددې ریفرڼډم د عواقبو له اغیزو څخه په ویره کی دی.

د برتانیی د قانون پر بنسټ د اروپایی اتحاد مهاجرین چې په برتانیی کې د پنځو کلونو نه یی د اوسیدو زیاته موده تیره شوې وي، ددی هیواد تابعیت تر لاسه کولای شي.

په هند کې دا خبر د ورځپاڼو تر ټولو غټ او اول سر لیک و . هلته هم زیات شمیر شرکتونه پدې اندېښنه کی دي چې دا نوې پریکړه به پر دوئ او د دوئ پر کار او بار څه ډول اغیزه وکړي. ډیپک چهابریا په لندن کې د اکسیون مالي خدماتو د مرکز رئیس دی. هغه وایي اغیزه به یی پر دوئ باندې چې په هند کی اوسیږي کمه وي، خو هغه کمپنۍ چې مستقیمآ د برتانیی سره راکړه ورکړه لري په راتلونکو دوه کلونو کې به معلوم شي.

د جرمني مخکښه سوداګرو له دمخه ویلي چې دوئ پر بریتانیې سوداګریزه بندیزونه نه غواړي، دا ځکه چې بریتانیه د هغوئ لپاره یو له سترو بازارونو ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG