د برتانیې په پارلمان کې د کارگر گوند غړې جو کاکس وژنې په داسې حال کې خلک حیران کړیدي چې یوه اونۍ وروسته په اروپایي ټولنه کې د پاته کیدو او یا وتلو په خاطر په دې هیواد کې عمومي ریفرنډم کیږي.
د ویسټ یورکاشیر د پولیسو یوې افسرې ډي کولنز خبریالانو ته د برید په هکله د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وویل " جو په برید کې پوره ژوبله شوې وه. پولیسو مشکوک کس نیولی، د هغه سره ټوپک او نورې وسلې هم نیول شویدي. "
خو پولیس وایي چې تر اوسه نه ده څرگنده شوی چې دغه شخصه ولې دا کار کړی.
یو شمیر عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي وړاندې تر دې چې د پارلمان غړې جو کاکس، په چاقو ووهي، ډزې پرې وکړي او په لغتو یې ووهوله او نعرې وهلې چې " لومړۍ برتانیه".
میرمن کاکس د کارګر ګوند غړې وه او یو څلویښت کاله عمر یې درلود. هغې د سوریې د مهاجرینو لپاره مبارزه کوله او د مهاجرینو طرفداره دریځ یې درلود.
میرمن کاکس همدارنګه ددې سره مخالفت درلود چې برتانیه دې د اروپايي اتحاد نه بیله شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري چې د اروپا شمالي هیوادونو ته د سفر په لار دی ویلي دي چې په جو کاکس "باندې برید پر هغه چا باندې برید دی چې په دموکراسۍ باور لري."
د اروپایي ټولنې د مالیه وزیرانو دغې وکیلې ته د درناوي په خاطر څو شیبې چوپتیا غوره کړه. میرمن کاکس د اروپایي ټولنې نه د برتنیې د وتلو او یا پاته کیدو په هکله له عمومي نظرپوښتنې څخه یوه اونۍ دمخه ووژل شوه.
د برتانیې صدراعظم دیوید کمرون، ددغې وکیلې له وژل کیدو وروسته په گیبرالتار کې خپله پلان شوی وینا لغوه کړه.