د لاس رسي وړ اتصالات

د بریټانیې یوې کمپنۍ د جنګ د قربانیانو خبري اوریدې


د بریټانیې یوې کمپنۍ د جنګ د قربانیانو خبري اوریدې

د بریټانیې یوې کمپنۍ د جنګ د قربانیانو خبري اوریدې

مرډاک چې په برتانېه ، امرېکا اواسترالېا کې د رسنېو سترې کمپنۍ لري اوس له دې تورنو سره مخ دی چې دمشهورو کسانو او د جگړې د وخت د قربانېانو تېلېفونونه به ېې ثبتول، پولېس ته به ېی رشوت ورکاوه چې سري معلومات لاسته راوړي. اوس دغه کمپنۍ داتلانېتک د سمندر د دواړو خواوو دحکومتونو له تحقېقاتو سره مخ دی.

ربېکا بروکس چې په برتانېه کې نن د جمعې په ورځ استعفی وکړله ، دنېوز انټرنېشنل رئېسه وه. بروکس د News of the World پخوانی مدېره وه. دغه خپرونه د اوسنېو تحقېقاتو او رسوا کارنامو دتوجه مرکز ده. روپرت مرډاک تېره اونی دغه خپرونه هغه وخت بنده کړله چې داښکاره شوله چې په غېرقانونی توگه ېې د شخصی خلکو هغه پېغامونه لاسته راوړي وو چې هغوي ته په ټېلېفون کې پرېښودل کېدل او ېابه ېې ورته لنډ لېکونه لېږل. په دې جمله کې ېوه وژل شوې دېارلس کلنه نجلی او دعراق د جگړی د وژل شوېو عسکرو کورنۍ هم شاملې وې.

ربېکابروکس د استفعی په وخت کې ووېل چې داکمپنۍ په رېښتېنه کوښښ کوي چې د پخوا د د تیروتنو چاره وکړي. بروکس په دې موافقه وکړله چې د برتانېې د پارلمان په مخکې بله اونۍ، دتېلېفونو د ثبتولو او پولېسو ته درشوت ورکولو د تورونو په برخه کې شاهدي ورکړي. ددغې بدنامۍ له امله روپرت مرډاک دېته اړشو چې د برېتېش سکای تلوېزېونو خپرونې له دواطلبۍ نه تېر شي. هغه د دولس بېلونو ډالرو داوطلبي کړې وه چې ددغی کمپنی بشپړ کنترول ترلاسه کړي.

مرډاک اودهغه زوی جېمز چې News Corporation's د نړېوالو چارو مشردی. دواړه به په راتلونکې اونی کې د برتانېې د پارلمن په مخکې د تلیفوني مخابرو ثبتولو او پولیسو ته د رشوتونو د ورکولو ددسیسې په باب د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړي.

نور تفصېل:

په امریکا کې هم د فیډرالي تحقیقاتو ادارې یا ایف بي آي ووېل چي په دې باب یې تحقیقات پیل کړي دي چي معلومه کړي چی په ٢٠٠١ کال کې په امریکا کې د تروریستي حملو د قربانیانو او د هغوي د کورنیو تلیفونونه خو به د رسنیو د خاوند ( روپرټ مرداک ) د رسنېو له خوانه ثبت شوي نه وي.

پرون د پنجشنبې په ورځ منابعو وویل چي ایف بي آي به دا معلوم کړي چي د روپرت مرداک د مطبوعاتي شرکت کارکونکو خو به د ٢٠٠١ کال د تروریستي حملو د قربانیانو او د هغوي د خپلوانو شخصي تلیفوني مخابرې، کمپیوټري پیغامونه او داسي نور مسایل په غیر قانوني توگه لاسته نه وي راوړې، یا داچي ددې کار د پاره خو به یې پولیسو ته رشوتونه نه وو ورکړي. ایف بي آي دا تحقیقات یوه ورځ وروسته له هغه پیل کړل چي د کانگرس یوه غړي پیټر کینگ ددغي ادرې نه وغوښتل چي په دې باب دي تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG