د لاس رسي وړ اتصالات

آصف زرداري او کیمرون رسمي خبري کوي


د پاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري نن د جمعې په ورځ د لندن نه بهر د برتانیې د صدراعظم ډیویډ کیمرون سره رسمي خبري کوي. دواړو مشرانو پرون د کیمرون په کلیواله تفریحي ماڼۍ کي د ماښام ډوډۍ وخوړه.

دا دتیري هفتې را هیسي چی ښاغلي کامیرون په هند کي وینا وکړه او ویې ویل چی اسلام آباد د تروریزم صادرول تقویه کوي، ددوی اول ملاقات دی. ښاغلي کیمرون دا هم وویل چی پاکستان په خپله خاوره کی دننه د هغو تروریستي ډلو د مخنیوي دپاره چی هند، افغانستان او نور ملکونه تهدیدوي په کافي اندازه کار نه دی کړی.

د برتانیې د صدراعظم دغو تبصرو پاکستان په قهر کړ. د پاکستان جمهوررئیس زرداری ددې هفتې په سر کی د فرانسې د ليموند ورځپاڼي ته وویل چی پاکستان د تروریزم سره په جگړه کي ډیري بشري قربانۍ ورکړي دي.

مگر ښاغلی کیمرون په خپلی خبري ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG