د لاس رسي وړ اتصالات

برتانوي ټکسي چلوونکي ١٢ تنه ووژل


برتانوي ټکسي چلوونکي ١٢ تنه ووژل
برتانوي ټکسي چلوونکي ١٢ تنه ووژل

د برتانیې پولیس هلي ځلي کوي د هغو ډزو اصلي عامل پیدا کړي چی په تیرو لسو کالو کی په هغه ملک کی ترټولو مرگانۍ بلل سوي دي.

چارواکی وایی چی د پولیسو څه د پاسه سل صاحب منصبان د هغه ټیکسی چلونکي په باب تحقیقات کوي چی پرون د چهارشنبې په ورځ یې د انگستان په شمال لویدیځ کی د کامبریا په سیمه کی ١٢ کسه ووژل او څه د پاسه ٢٥ کسه یې زخمیان کړل.

د برتانیې مطبوعاتو ویلی دی چی ډیریک برډ به چي په نورو برسیره یې خپل ځان هم وواژه شاید د کوم شي په وجه پاریدلی و چی بې دریغه ډزي یې وکړې.

خبري رپوټونه وایی چی ٥٢ کلن برډ له ډزو نه مخکي د نورو ټیکسي وانانو او احتمالا د خپلی کورنۍ سره جنجالي خبري کړي وې.

په کامبریا کی چی یوه آرامه سیمه ده پولیسو ویلي دی چی ددغو بې دریغه ډزو په باب تحقیقات به مشکل او سوکه وي. دا ډزي په دیرشو بیلو بیلو ځایونو کی سوي دي. پولیسو دا هم ویلي دي چی دوی نه پوهیږي چی وژل سوي کسان د قاتل اصلي اهداف وو که همداسي په بې دریغه ډول وژل سوی دي.

د بر تانیې مطبوعات وایی چی برډ پرون درې ساعته شاوخوا سیمو کی خپلو ډزو ته دوام ورکړ او په هغو کی یې خپل غبرگونی ورور هم وواژه. هغه همداراز یو ټیکسي وان، د یوه بزگر زوی او یو بایسکل وان هم په نورو برسیره په ډزو کی ووژل.

XS
SM
MD
LG