د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه هم افغان پناه غوښتونکي بیرته ستنوي


د برتانیې عالي محکمې د می په میاشت کې پریکړه وکړه چې که هم د افغانستان څو ولایتونه ناارامه دي خو کابل بیرته ستنیدونکو ته پوره امن دی.
د برتانیې عالي محکمې د می په میاشت کې پریکړه وکړه چې که هم د افغانستان څو ولایتونه ناارامه دي خو کابل بیرته ستنیدونکو ته پوره امن دی.

برتانیه هم غواړي هغه افغان مهاجر چې د پناه اخیستو غوښتنې یې رد شوي بیرته افغانستان ته ولیږي.

د برتانیې د کورینو چارو وزیرې تریسا می، تیره ورځ هغه عمده قانوني مبارزه وگټله چې که محکمه د افغان مهاجرو پناه غوښتنه رد کړي نو دوی کولای شي چې هغوی بیرته افغانستان ته واستوي.

برتانوي محکمې هغه حکم لغوه کړ چې تیر کال په افغانستان کې د حالاتو د خرابوالي په وجه یې د افغان رد شویو مهاجرو بیرته لیږنه بنده کړې وه.

دا نوې پریکړه ښایي اوس په سلگونو هغه مهاجر چې پناه غوښتنې یې رد شوي او همدا شان په هغو ماشومانو چې تیر کال پرته له کوم سرپرست څخه برتانیې ته راغلي دي تطبیق شي او په ځانگړو کرایه شویو الوتکو کې به واستول شي.

دا تصمیم په داسې حال کې نیول کیږي چې د افغانستان د حالاتو په اړه اندیښنې زیاتې شوي او نه یواځې د طالبانو تاوتریخوالي بلکې د اسلامي دولت د ډلې د نفوذ په وجه دا کال د هغه هیواد لپاره یو خونړی کال و چې د ریکارد په کچه ملکي تلفات په کې رامنځ ته شول.

د هغو اسنادو له مخې چې په لندن کې میشت د څیړنیز ژورنالیزم دفتر ترلاسه کړي ویل شوي چې حتا د افغانستان حکومت له برتانیې غوښتي چې د مهاجرو بیرته ستنونه بنده کړي.

د برتانیې د کورنیو چارو وزارت د تیر کال د اگست راهیسې د افغان پناه غوښتونکو له بیرته استونې څخه هغه وخت منع کړای شو چې یو قاضي د عالي محکمې یو حکم ته د انتظار ایستلو پر وخت د مهاجرو د بیرته استونې د بندولو حکم صادر کړ.

دا مسله د افغان پناه غوښتونکو د یوې دلې له خوا چې یو ځوان مهاجر په کې هم شامل و محکمې ته وړاندې شوه. دغه تنکی ځوان په ٢٠٠٧ کال کې په ١۴ کلنۍ کې برتانیې ته راغلی و. هغه تیر کال د مارچ په میاشت کې د سلگونو نورو رد شویو مهاجرو سره په الوتکه سپریده چې وکیل یې مداخله وکړه او د هغه د پناه اخستنې دوسیه یې بیا ارزونې ته وړاندې کړه.

د برتانیې عالي محکمې د می په میاشت کې پریکړه وکړه چې که هم د افغانستان څو ولایتونه ناارامه دي خو کابل بیرته ستنیدونکو ته پوره امن دی.

د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر حسین عالمي بلخي ویلي دي چې هغه په خاصه توگه د مخکنیو ماشومو پناه غوښتونکو د بیرته ستونې په اړه اندیښمن دی.

ښاغلي بلخي ویلي دي چې "دغه تصمیم زمونږاندیښنې زیاتوي. هغه خلک چې د څو کلونو راهیسې په برتانیه کې اوسیدلي دي او اوس ١٨ کلن شوي دي نو دا د افغانستان د شرایطو لپاره غیرعادلانه ده او دا کیدای شي ستونزې وزیږوي. د برتانیې حکومت باید دوی ته پناه ورکړي."

د افغانستان د کډوالو د وزارت او په لندن کې د افغانستان د سفارت په گډون افغان چارواکو په وار وار د برتانیې له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان شرایط په پام کې ونیسي.

له بلې خوا د رویترز اژانس لیکلي چې د اروپایي ټولنې د شورا رئیس دانالد تسک د جمعې په ورځ ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې داسې علامې لیدلي چې اروپایي هیوادونه د مهاجرت د کړکیچ په اړه خپل اختلافونه حل کوي.

ښاغلي تسک په هغه لیک چې اروپایي مشران یې د دوشنبې د ورځې غونډې ته راغوښتي په کومې غونډه کې چې د ترکیې صدراعظم به هم گډون ولري، په احتیاط سره د مثبت گام یادونه کړې او ویلي یې دي چې د مهاجرت په اړه په یوې پراخې ستراتیژۍ باندې د اروپایي ټولنې اجماع شوی او د هغه په وینا که په صداقت سره عمل وشي نو د مهاجرو د جریان مخه به ونیول شي او کړکیچ به حل شي.

XS
SM
MD
LG