د لاس رسي وړ اتصالات

برېتانیه: د افغانستان د سولې خبرې ناهیلې کوونکې دي


په افغانستان کې د برېتانیې سفیر ډومنیک جرمي وايي، له هغه وروسته چې طالبانو د ملي امنیت د لوړ پوړو چارواکو د محافظت په ریاست په کابل کې برید وکړ، لدې ډلې سره د سولې په اړه فکر کول سخت کار دی.

ښاغلي جرمي وویل د فبرورۍ په میاشت کې داسې فکر کیدو چې له دغه څلور اړخیزو غونډو څخه له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو په تړاوو سولې ته نږدې شوي دي، خو دا کار و نشو. د ښاغلي جرمي په وینا دا د ټولو لپاره د مایوسۍ خبره ده.

"زه فکر کوم چې ددې چینل خلاص پرېښودل مهم دي، دا اوس اندېښنې زیاتې دي، اوس سخت وخت دی، چې دا څلور اړخیز ګروپ د مؤثرو مذاکراتو لپاره وکارول شي، خو تاسې د اوږدې مودې مذاکراتو لپاره داسې دروازې نشئ تړلی."

د حزب اسلامي لومړی گام

څه باندې یوه میاشت کیږي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي استازي کابل ته راغلي او تر اوسه پورې یې په څو پړاوونو کې د سولې له عالي شورا او حکومتي چارواکو سره خبرې کړي دي. د برېتانیې سفیر وویل چې دوي په ټولو ډلو غږ کړی، چې جنګ پرېږدي او سولې ته راشي.

ښاغلي جرمی زیاته کړه د حکمتیار حزب اسلامي ډلې ته دا لومړی ګام دی. دا یوه ښه اشاره یا زګنال دی. " حکومت او د سولې شورا ته باید امتیاز ورکړل شي، دوی څنګه د ګلبدین په مشرۍ له حزب اسلامي سره خبرې نتجې ته رسوي".

بلخوا تېره جمعه امریکا په پاکستان غږ وکړ، چې نور حقاني شبکه نشي زغملی، په دې هکله په کابل کې د برېتانې سفیر د خپل هیواد دریځ داسې بیان کړ.

"دا واقعا افغانستان او پاکستان ته حساسه موضوع ده، مونږ چې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره ښکیل یو، دا د دواړو هیوادونو په ګټه ده، چې افغانستان باثباته وي"

ډامنیک جرمي همدارنگه وویل چې ځینې ډلې دي چې پاکستان ته خطر پیښوي، له پولې اوښتونکې ډلې دواړو حکومتونو ته په زیان دي.

د اشنا تلویزن سره په مرکه کې په کابل کې د برېتانې سفیر ډومنیک جرمي د سولې د څلور اړخیزو خبرو په گډون، د سولې له عالي شورا سره د گلبدین حکمتیار د استازو لیدنه، د حقاني د ډلې له خوا افغانستان او پاکستان ته د راپیښو خطرونو او د داعش او د مخدره موادو په هکله خبرې کړي دي.

په کابل کې د برېتانیې د سفیر سره بشپړ مرکه دلته لیدلی شئ.

XS
SM
MD
LG