د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا: په کمیسیونونو مرستې بندې نه بلکه درول شوي


په کابل کې د بریتانیا نوې سفیره میرمن کارین پیرس وايي‌ چې سوله افغانستان لپاره ډیره اړینه ده
په کابل کې د بریتانیا نوې سفیره میرمن کارین پیرس وايي‌ چې سوله افغانستان لپاره ډیره اړینه ده

په افغانستان کې د بریتانیا نوې سفیره میرمن کارین پیرس وايي چې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو سره د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوي نه دي بلکه درول شوي دي او که چیرې د ټاکنو په بهیر کې اصلاحات راشي نو دا مرستې به بیرته له سره پیل شي.

میرمن پیرس وویل " موږ په بشپړه توګه په دې موافق او باور لرو چې د آزادو ، عادلانه او په ټاکنو کې د خلکو د پراخه ګډون لپاره ټاکنیز اصلاحات ډیر ضروري دي ، د نړیوالې ټولنې لخوا پیسې بندې شوي نه دي ، خو په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره دغه کمیسیونونو ته د پیسو د برابرولو بهیر درول شوی دی".

میرمن کارین پیرس وايي کله چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړ او په کار پیل وکړي، درول شوې پیسې به بیرته جریان پیدا کړي.

د بریتانیا سفیرې چې نن په کابل کې د ارګ په ماڼۍ کې د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني ته خپل اعتبار لیک هم سپارلی دی وايي چې دوی له افغان حکومت سره په اوږد مهال کې خپلو مرستو ته دوام ورکويد میرمن کارین په وینا دوی په مشخصو برخو لکه د بشر او ښځو حقونه ، عامه پالیسي ، نا دولتي موسسو سره همکاري ، سوداګري ، روغتیا او د ښوونې او روزنې په برخو کې مرستې کوي..

په افغانستان کې د بریتانیا نوې سفیره میرمن کارین پیرس وايي چې سوله افغانستان لپاره ډیره اړینه ده او دا چې د سولې د خبرو مشري د افغانستان حکومت کوي دوی چمتو دي چې په دغه برخه کې هر ډول مرسته وکړي.

میرمن پیرس وویل "موږ له ډیرو هیوادونو سره دوستانه اړیکې لرو ، موږ دا ګڼو چې هم افغانستان او هم پاکستان زموږ شریک باڼي دي ، موږ له دواړو هیوادونو سره د سولې د بهیر او د طالبانو په هکله غږیږو ، ډیوید کامرون هم له جمهور ریس غني سره او له صدراعظم نواز شریف سره له نږدې پیژني.موږ له پاکستان سره د سولې په بهیر غږیږو موږ ټول هغو نه چې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي ، غوښتنه کوو څه یې چې په وس پوره یې ترسره دې کړي ،ترڅو پخلاینه رامنځ ته شي ځکه دا نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د ټولې سیمې لپاره خورا مهمه مسله ده".

میرمن کارین پیریس وویل چې بریتانیا په ښکاره په خپله دیپلوماسۍ کې په کوم هیواد باندې د فشار د راوستو خبره نه کوي ، په ځانګړي ډول د سولې د بهیر په برخه کې.

په افغانستان کې د بریتانیا سفیرې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان له جمهور ریس غني سره یې نن سهار په خپلو خبرو کې په افغانستان کې په شته ننګونو پوره بحث کړی دی او هم یې د جمهور ریس وړاندیزونه اوریدلي چې د بریتانیا هیواد یې له افغانستان سره په ترسره کولو کې ژمن دی.

د میرمن پیرس په وینا له کال ۲۰۰۲ میلادي څخه وروسته افغانستان خورا اوږد مزل وهلی دی ، خو لا اوس هم ننګونې په لار کې شته چې د افغانستان له جمهور ریس سره یې په ټولو مهمو مسلو خبرې کړي دي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفیره وايي چې دوی به تر کال ۲۰۱۷ میلادي پورې له افغانستان کې سره د دوه سوه میلونو ډالرو مرسته وکړي چې په بیلابیلو برخو کې به ولګول شي.

میرمن پیرس وویل چې په افغانستان کې داعش او طالبانو په هغو ډلو کې یاد کړل چې کوم ارزښتونه چې په نړۍ کې خلک ورته قایل هغوی ته اهمیت وړ نه دي، نوموړې وویل چې په دې مسلې به په افغانستان کې دمیشتو بهرنیو عسکرو له مشر سره هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG