د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش تبلیغات ښځې افراطیت ته هڅوي


د ترهګرۍ ضد چارو کارپوهان پدې اند چې سوريي ته تر تګ وړاندي باید خلک له ممکنه خطرونو څخه ځان خبر کړي.

د ترهګرۍ ضد چارو کارپوهان پدې اند چې سوريي ته تر تګ وړاندي باید خلک له ممکنه خطرونو څخه ځان خبر کړي.

ویډیو داسې کېسې بیانوي چې پکې مسلمانې ښځې اسلامي دولت نومې ډلې سره د یوځای کیدو لپاره سورېې ته روانیږي او کله ناکله خپلې کورنۍ هم دې هېواد ته بیايي.

دا د داعش د رسنیزو عملیاتو تازه ويډیو ده چې پکې یو ځوان هلک په برېټانوۍ لهجه د داعش په پلویانو باندې غږ کوي چې "کفار ووژنئ".

دغه تنکی ځوان "عیسي داری" نوميږي او د ویډیو له خپریدا وروسته په لندن کې د هغه نیکه هغه وپېژاند. ددغه کس لور په ۲۰۱۲ کال کې سورېې ته ولاړه او هلته ېې واده وکړ. هغې د عیسي انځور د ټوېټر پر پاڼه خپور کړ.

دا ښځه د هغو ۵۰ تنو میرمنو له ډلې څخه ده چې د داعش سره د یوځاي کیدو په مقصد سوريي ته تللې دي.

همدغې اندېښنې ددې لامل شوې چې برېټانوي چارواکي د داعش د تبلیغاتو د مخنیوي لپاره دغه ویډیو خپره کړي.

د ترهګرۍ ضد چارو کارپوهان پدې اند چې سوريي ته تر تګ وړاندي باید خلک له ممکنه خطرونو څخه ځان خبر کړي.

هیلن بال د ترهګرۍ ضد چارو همغږې کونکې وايي "موږ دهغو ښځو، نجونو او کورنیو په برخه کې ژوره اندېښنه لرو چی پریکړه کوي سورېې ته سفر وکړي. دوي پدغه هېواد کې له مخامخ کیدونکو خطرونو څخه خبر ندي".

وېډیو دري میندې ښکاره کوي چې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې له خطرونو څخه کېسه کوي. د ترهګرۍ ضد کارپوه او د رایل یونایټد انستیتوټ غړی، افضل اشرف له ډیر شمېر داسې ښځو سره چې د اسلامې دولت له ولکې په تېښته بریالي شوي، مرکه کړیده.

نوموړی واېې " د ښځو داستانونه چې اړ شوېدي له خپلو میړونو طلاق واخلي او نورو سره واده وکړي؛ ښځې له خپلو کورنیو څخه جلا کړای شويدي؛ د حجاب د نه مراعاتولو له امله ښځې وژل شویدي؛ تیری؛ او نور داسې زړه بوږنونکي شیان."

د شمېرو له مخې ۸۰۰ تنه برېټانوۍ ښځې داعش سره د یوځاي کیدو په موخه سوريې ته تللې دي. دغه مخ په لوړه شمېره پر دولت نیولي راپارولي چې واېې حکومت ندی توانیدلی د افراطیت د مخنیوي لپاره کړنلاره جوړه کړي.

له بلې خوا د داعش پر وړاندې وروستېو بریاوو لکه د عراقي ځواکونو له خوا د رمادي ښار بیرته نیول دا هيلې راپيدا کړي چې ښاېې ددغې ډلې لخوا د مسلمانو د افراطي کولو مخه په یو ډول ډب شي.

ژباړه: د امریکا غږ همکار، احمد شکیب دوست

XS
SM
MD
LG