د لاس رسي وړ اتصالات

ډیویډ کیمرون وايي خپل 3800 عسکر به د افغانستان نه د 2013 کال تر پایه وباسي.


ډیویډ کیمرون

ډیویډ کیمرون

د برتانېې 3800 تنه عسکر به له افغانستان څخه په 2013 کال کې ووځي. د برتانېې صدراعظم ډېوېډ کیمرون د چارشنبی په ورځ اعلان وکړ چې د دوی 3800 عسکر به د 2013 کال تراخره پورې ووځي. خو د برتانېې 5000 عسکر به تر 2014 کال پورې پاته شي. دغه اعلان دامرېکا د ولسمشر براک اوباما او ډېوېډ کېمېرون تر منځ د خبرو نه ورسته وشو. ډېوېډ کېمرون ووېل چې د ده فېصله دافغانستان پر امنیتي قواو د ده باور څرگندوي. له 2014 نه وروسته به ېوڅه عسکرپاتې شي چې د لوژېستېکي او نورو مساېلو په برخه کې د افغانستان د حکومت سره کار وکړي. کېمرون ووېل چې موږ ویلي دي چې هیڅ جنګي عسکر به په افغانستان کې پرې نه ږدو.

هغه وویل: ((... په دېپلوماتېکه برخه کې موږ هڅه کوو چې افغانستان او پاکستان سره نږدی کړو.))
کيمرون ووېل همدارنگه موږ له افغانانو سره وعده کړېده چې هغوی ته به د منصبدارانو د روزنې په اکاډمۍ کې تعلېم ورکوو،ځکه هغوی په خاصه توگه ددې غوښتنه کړېده. موږ دې ته چمتو ېو چې دې ستونزو ته له دې نه هاخوا هم نظر واچووخو داېې مرکزي او ابتدایې پړاو دی.

کېمیرون وویل چې برتانيه به د افغانستان له امنیتی قواو سره د کال 70 میلیونه پونډه مرسته جاري وساتي. او دکال نور 70 ملېونه پونډه به دنورو پروگرامو نو لپاره مرسته ورکړي.

له افغانستان څخه به دبریتانېې عسکر په راتلونکي کال کې داپرېل په مېاشت کې پېل شي.
XS
SM
MD
LG