د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې سفیر: برتانیه د سولې د هڅو ملاتړ کوي


افغانستان او پاکستان د سیاسي اونظامي ثبات، کډوالو، تجارتي اړیکو.. لپاره ښو اړیکو ته ضرورت لري
افغانستان او پاکستان د سیاسي اونظامي ثبات، کډوالو، تجارتي اړیکو.. لپاره ښو اړیکو ته ضرورت لري

په افغانستان کې د برېټانیا سفیر ډامینیک جرېمي، له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې ویلي چې د حزب اسلامی مشر، ګلبدین حکمتیار د ملګرو ملتونو د بندویزیونو تر لرې کیدو وړاندې هم کابل ته راتلی شي.

ډامېمنیک جرېمي امریکا غږ ته وویل د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لکه څنګه چې ښایې ټینګې نه دي.

سفیر جرېمي د ا فغانستان او پاکستان په اړیکوکې د پرمختگ په اړه وویل دی په دې باور دی چی پاکستان او افغانستان د گاونډیو په توگه ښې اړیکې ولري. د زرگونو افغان کډوالو او ترټولو مهمه خبره داده چې د سوداگرۍ د پرمختگ لپاره او په دې هېواد کې د سیاسي او نظامي ثبات لپاره هم ښو اړیکو ته اړتیا ده.

سفیر جریمي زیاته کړله "زه او زما ملگري غواړو په اسلام اباد کې ددې ملاتړ وکړو چی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ترینگلتیا له منځه ولاړه شي څو هغوی له یوبل سره مخامخ خبرې وکړي."

ښاغلي جریمي زیاته کړله چی دا اړیکی په هغه توگه ښې ندي لکه څنگه چې باید وای.

د حکومت او طآلبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو د امکاناتو په اړه په افغانستان کې د برتانیې نوي سفیر وویل دا دافغانستان د حکومت په پرېکړې پورې اړه لري. یوشمېر رهبران وايي داشخړه باید دحل لاره ولري خویوشمېر طالبان به هېڅکله سوله ونکړي، نو پکارده چی دهغوی پرضد جگړه وسي. تقریبا ټول افغان رهبران وايي چی د اوږد مهال لپاره سولی ته اړتیاده او برتانیه د سولی د هڅو ملاتړ کوي.

د حکمتیار په اړه ملگرو ملتونو د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ وکړ، دالوی گام دی او د سولی د مذاکراتو لپاره لویه لاسته راوړنه ده. ځکه چې داوږدې مودې له شخړو نه وروسته د گلبدین حکمتیار له حزب اسلامي سره مخامخ خبرې کېږي. دغه گوند به دافغانستان په سیاسي فضا کې مدغم سی. فکر کوم دامنیت شوری اکثر غړي به ددې اقدام ملاتړ وکړي. او زه فکر کوم د وخت به تیریدو سره به روسیه هم داکار کوي که څه هم اوس ورسره مخالفت کوي.

له بل پلوه، د حزب ‎اسلامي مسولین وایې ددغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار به په راتلونکو اونیو کې کابل ته راستون شي.

XS
SM
MD
LG