د لاس رسي وړ اتصالات

د بروکسل یو بل مشکوک بریدګر هم وپېژندل شو


د بلجیم د فدرال د لوی څارنوال دفتر له ترهګریزو بریدونو سره د تړاو په تور یو مشکوک کس پېژندلی او د نیولو امر یې صادر کړی دی.

یو شمېر بریدګرو د سه شنبې په ورځ د بلجیم په هوايي اډي او مېټرو سټېشن باندې بریدونه وکړل، یو شمېر خلک یې ووژل او ژوبل کړي.

د لويې څارنوالۍ په اعلامیې کې د فیصل سي په نامه د یو کس د نیولو لارښونه شوې ده، څارنوالي وايي چې دغه کس" له یوې ترهګرې ډلې سره اړیکه لري، د تروریستي وژنو او د ترویستي وژنو په هڅو تورن دی."

په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې، دغه کس خو به هغه مشکوک ځانمرګی بریدګر نه وي، چې په هوايي ډګر کې د برید پر مهال یې امنیتي کېمرو له دوو نورو ځانمرګو سره یو ځای تصویرونه اخیستي دي. هغوو دوو نورو ځانونه والوزول.

په بلجیم کې مطبوعات وايي فیصل چیفايي هغه مشکوک دی چې، له هوايي ډګر څخه په تېښته و.

درې تنه نیول شوي

د بلجیم مقامات وایی، درې تنه په بروکسل کی د تروریزم ضد عملیاتو کی نیول شوي او بندیان دي. چارواکي وایي دغه عملیات، د پنجشنبې په ورځ په پاریس کی د یوه فرانسوي د نیول کېدو وروسته وشول چه ګمان کیږی د نوي برید پلان یې لاره.

د بلجیم د لوی څارنوال دفتر وویل تحقیق کوونکو، د هغوی ډي ان آی معاینه کړې ده چې معلومه کړي، نجیم عشراوي د هوايي ډګر په ځانمرګو کې شامل و کنه.

عشراوي د پاریس په بریدونو کې په لاس لرلو هم تورن دی، چې د نومبر په ۱۳ نېته په کې ۱۳۰ تنه ووژل شول. د هغه ډي ان آی په پاریس کې د کنسرت په سالون کې د ځان وژنې په واسکټ او د جامو په یوې ټوټې کې معلومه شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د جمعې په ورځ بروکسل کی و چې د بلجیم او د اروپایي ټولنې د مشرانو سره د دغو حملو په اړه خبرې وکړي.

جان کیري وویل امریکا او د اروپایي اتحاد غړي هېوادونه به هغو کسانو ته موقع او وخت ورنکړي چې د بي ګناه انسانانو د وژل او زخي کولو هوډ لري.

XS
SM
MD
LG