د لاس رسي وړ اتصالات

برما د ۲ زرو نه زیات خلګو نومونه د تورلست نه لیري کړي


برما روانه اونۍ ویلي دي چې د هغه تور لست څخه به د ۲ زرو نه زیاتو خلګو نومونه ایسته کړي چې ددغه هیواد پخوانیو نظامي چارواکو درج کړي وو. په درج شویو کسانو کې د حکومت منتقدین او د بشري حقوقو فعالین شامل دي چې یو وخت د حکومت دپاره ګواښ بلل کېدل.

د پنجشنبې په ورځ حکومت د زرو نه د زیاتو کسانو نومونه د یادشوي بدنامه تور لست څخه وایستل چې په دغو نومونو کې د وتلو فعالینو، سیاستمدارانو او حتی نړیوالو مشهورو کسانو نومونه شامل وو.

د امریکا پخوانۍ د باندنیو چارو وزیره مډلین البرایت، هنر مند سوني بونو، د فیلیپن پخوانی ولسمشر کورازن اکوینو د هغو کسانو په ډله کې وو چې نومونه یې د برما د ولسمشر تاین شاین د دفتر په ویب پاڼې راښکار شول .

حکومت خپل د دې اقدام د دلیل په هکله هیڅ نه دي ویلي او نه یې د ۴ زرو نورو کسانو په هلکه څه ویلي دي چې په برما کې پرې بندیز دی.
XS
SM
MD
LG