د لاس رسي وړ اتصالات

د برما د روهینگا اقلیتي مسلمانانو اصل مشکل څه دی؟


په دې اوونۍ کې د برما حکومت یوه پروسه پیلوي چې په نتیجه کې به ېې د هیواد د هغو بې شناخته خلکو هویت معلوم شي، چې د کلنو راهیسې دلته ژوند کوي او هویت ېې معلوم نه دی. خو د دې عمل په مخکې غټ مشکل د روهینگا د مصیبت ځپلي ایالت خلک دي چې دوي په نژادي شخړو کې ښکیل دي او تر اوسه د دې شخړو دلاسه په زرهاو خلک د جنوب ختیځې اسیا په لور تیښتې ته مجبور شویدي.

درې کاله پخوا د جون په میاشت کې د روهینگا د اقلیتي مسلمانانو او محلي خلکو ترمنځ شخړې پیل شوې ،چې په نتیجه کې ېې د دوو زرو نه زیات خلک مړه او د لسو زرو نه زیات بې کوره شول. اخر د برما امنیتي قواو مداخله وکړه او سخت بندیزونه ېې ولگول.

دا وخت روهینگا مسلمان په موقتي کمپونو کې ژوند کوي او د پولیسو پهره پرې ولاړه ده
دا وخت روهینگا مسلمان په موقتي کمپونو کې ژوند کوي او د پولیسو پهره پرې ولاړه ده

دا وخت د روهینگا مسلمانان په موقتي کمپونو کې ژوند کوي او د پولیسو پهره پرې ولاړه ده. دوي د سفر اجازه نه لري، حتی چې بې اجازې لنډ مزل هم نشي کولی.

د برما حکومت د دوي نه غواړي چې لومړی دې ځانونه د روهینگا په ځای بنگالیان معرفي کړي نو بیا به دوی دا فیصله کوي چې د برما تابعیت ورکړي او که نه؟

د برما راخین ایالت اعلی وزیر مونگ مونگ هون وايی چې د روهینگا اصطلاح د یو نژاد نمایندگي کوي او دې سره په یوې سیمې کې د دعوې مسله راپورته کیږي او د تابعیت مسله جنجالي کوي.

هغه وايي چې روهینگا دې فیصله وکړي چې دوي د بنگالي شناخت سره د برما تابعیت اخیستل غواړي او که نه همداسې بې هویته ژوند کول غواړي.؟ فيصله به دوي کوي.

اعلی وزیر وايي که چیرې دغه بنگالیان د تابعیت اخیستو په عمل کې داخل شي او د خپل شناخت تصدیق وکړي نو دوي به د برما تابعیت ترلاسه کړي نو ورسره به د سفر آزادي هم ومومي. خو دی وايي چې اوس هم زیاتره خلک د بنگالي په نوم ځان ثبتول نه غواړي او د روهینگا د شناخت سره پاتې کیدل غواړي.

تر اوسه د دې شخړو دلاسه په زرهاو د جنوب ختیځې اسیا په لور تښتې ته مجبور شویدي
تر اوسه د دې شخړو دلاسه په زرهاو د جنوب ختیځې اسیا په لور تښتې ته مجبور شویدي

د برما راخین ایالت چې د هیواد یو وروسته پاتې او شاړ ایالت دی، په 2012 کال کې دلته د محلي مسلمان اقلیت او د بودایان اکثریت چې د ارکان یادیږي، نژادي شخړې پیل شویدي ،چی لا هم دوام لري

پولیسو په سیمه کې ځای په ځای امنیتي پوستې لگولي او دا درې کاله کیږي چې د خونړیو پیښو د مخنیوي دپاره هلې ځلې کوي. په دې سیمه کې یوه علاقه سیتوي یادیږي چې هلته روهینگا اقلیت د مشکل سره مخ دی او د اکثریتي بودایي ډلې د ویرې د پولیسو کومک ته ضرورت لري. بیا بله سیمه د مانگدیو ده ،هلته د بودایانو شمیر زیات دی او هغوي د مسلمانانو د لاسه مشکل سره مخ دي او حفاظت غواړي.

د روهینگا د نوم په سر جنجال هغه وخت راپورته شو ،کله چې د دې دواړو سوله ایزه گاونډیانو ترمنځ بې باوري او نفرتونه پیدا شول.د راخین مرکز سیتوي کې یوازې یوه سیمه چې انگو میگلر یادیږي.، روهینگا مسلمانان پکې اباد دي. نور ټول پکې بودایان دي.د دې سیمې یو اوسیدونکی شیو لا وايي چې روهینگا دلته د بودایانو دلاسه سخت مشکل سره مخ دي او وخت په وخت ځپل کیږي.

هغه وايي چې د درې کاله مخکې چې دلته کومې خونړۍ پیښې شوې وې ، د هغې نه پس نه کومه حمله شوې او نه د چا کور سوزول شوی. خو دا چې زموږ ټولنیز، روغتیايي او اقتصاي وضعیت دومره ښه نه دی او موږ ته د سیمې نه د وتلو اجازه هم نشته ، نو ځکه مشکلات مو ډیر دي.

یو روهینگا مسلمان چې علي نومیږي، وايي چې موږ کارونه غواړو، تعلیم غواړو. معاش غواړو.د سیتوی د سیمې نه بهر چې د دار پنگ په نوم د بې کوره روهینگایانو دپاره کمپ جوړ شویدی. هلته وضعه نوره هم خرابه ده. په دې سیمه کې قریب زر کورنۍ په ډیر خراب او تنگ ځای کې ژوند کوي. دوي وايي چې خوړو ته څه نه لري او ژوند ورته سخت شوی او نه پوهیږي چې تر څو به دې حالت کې ژوند کوي. خو کله چې دوي ته وویل شول چې ایا دوي غواړي چې ځانونه بنگالیان معرفي کړي او د تابعیت حقوق واخلي. نو د هغو ټولو چې د امریکا غږ سره خبرې کړي دي. ځواب ېې ،نه، و.

د درې کاله مخکې چې دلته کومې خونړۍ پیښې شوې وې ، د هغې نه پس نه کومه حمله شوې او نه د چا کور سوزول شوی
د درې کاله مخکې چې دلته کومې خونړۍ پیښې شوې وې ، د هغې نه پس نه کومه حمله شوې او نه د چا کور سوزول شوی

د مانیمار یا برما د تابعیت پروسه دې اوونۍ کې بیا پیل شویده. دغه عمل چې د سپین کارت په نوم یادیږي. دوي ته اول موقتي سپین کارت ورکړل کیږي، بیا به رنگه شناختي کارت ترلاسه کوي او اخر کې چې څوک ځان د بنگالي په نوم ثبت کړي ،نو هغه ته به د ملک تابعیت هم ورکوي.

خو زیاتره روهینگا وايي چې دوي خپل شناخت د بنگالي په توگه نه ،بلکې د روهینگا په نوم کول غواړي .ځکه چې دوي د بنگله دیش نه نه دي راغلي. بلکې د دې سیمي اصلي اوسیدونکي دي. ځکه چې که چرې څوک ووايي چې زه بنگالی یم ،نو بیا به د دلته د پیدا کیدو دعوا نه کوي او دلته د راتگ نیټه به کارت کې لیکې.

خو دا چې اوس نه روهینگا اقلیتي مسلمانان د خپل شناخت نه، نه تیریږي او د مانیمار دولت ېې د روهینگا په نوم په رسمیت نه پیژني. نو داسې بریښي چې دا شخړه او جنجال به هم داسې ادامه لري.

XS
SM
MD
LG