د لاس رسي وړ اتصالات

سوچي: په قومي شخړه کې به د هیچا پلوي ونکړم


د برما د ډموکراسۍ مشرې آنگ سان سوچي د ملک په لویدیځ کې د قومي ناکراریو د پیښیدو له کبله له خلکوغوښتي دي چې د زغم او حوصلې کار واخلي ، خو وایي چې هغه به په شخړه کې د هیچا خوا و نه نیسي.

د نوبل د سولې د جایزې گټونکې انگ سان سوچي نن د بی بي سی سره په مرکه کې وویل فکر نه کوي چې څوک دي ددغه ستونزې په ریښې د پوهیدو نه پرته د یوې خاصې داعیې د تقویه کولو دپاره د خپل اخلاقي رهبریت نه کار واخلي.

آنگ سان سوچي وایی د دواړو خواو مبارزین ورنه خپه دي خو دا وایی چه په دې ستونزې کې د غور نه مخکي اول باید نظم او کراري موجوده وي.

آنگ سان سوچی نن په حکومتي اداري پایتخت ،نی پیداو کې ، د اروپایي کمیسیون د ریس هوزې منول باروسو، سره د غونډې نه وروسته دغه خبرې کړیدي. باروسو ویلي دی چې دغه قومي تشدد او د برما په اصلاحاتو باندې د هغې عواقبو، اروپایي اتحادیې ته سخته اندیښنه ور اچولې ده .
XS
SM
MD
LG