د لاس رسي وړ اتصالات

په برما کې یوه الوتکه رالویدلي ده او دوه کسان یې وژلي دي


په برما کې رالویدلي الوتکه
په برما کې رالویدلي الوتکه
په برما کې نن یوه مسافروړونکي الوتکه د کښته کیدو په مهال په مځکې لګیدلي ده. دا پیښه چې د شان Shanپه شرقي ایالت کې شوې ده دوه کسان پکښې وژل شوي دي.

الوتکې چې 65 مسافر درلودل او عمله یې هم شپږ کسان وو د رنګون Rangoon نه پرواز کړی وو او د شان په ایالت کې د یو هوايي ډګر نه درې کیلومتره لیري په یوه سړک باندې راکښته شوه.

په پیښې کې یوه 11 کلنه نجلۍ چې په الوتکې کې سپره وه او یو موټرسایکل چلونکی چې په سړک روان و وژل شوي دي. چارواکي وايي چې په پیښه کې 11 کسان ټپیان شوی دي.
XS
SM
MD
LG