د لاس رسي وړ اتصالات

د کالیفرنیا په شمال کې د اور لمن پراخه شوې


اټکل کیږي چې هره گړۍ ددې سیمې په زرگونو اوسیدونکو ته له سیمې څخه د وتلو امر ورکړای شي..
اټکل کیږي چې هره گړۍ ددې سیمې په زرگونو اوسیدونکو ته له سیمې څخه د وتلو امر ورکړای شي..

په ځنگلونو کې خپلسري اور لگیدنې چې په خورا چټکۍ په پراخیدو دی، د شمالي کالیفرنیا کې په سلگونو کورونه ویجاړ کړي او د دې سیمې په زرگونو اوسیدونکي له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

د کالیفرنیا د اور وژنې د ادارې مقامات دغه طبیعي افت "د درې سوزیدل" نومولي دي او ویلي یې دي چې دا د روان کال په ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو په لویدیځ کې تر ټولو سخته اور لگیدنه ده.

د کالیفرنیا مقاماتو ویلي دي چې ددې ایالت په لویدیځ کې یوې بلې اور لگیدنې څه دپاسه ١٣٠ کورونه تخریب کړي او شاو خوا ۶۴۰۰ نورې ودانې یې له گواښ سره مخامخ کړې دي.

اټکل کیږي چې هره گړۍ ددې سیمې په زرگونو اوسیدونکو ته له سیمې څخه د وتلو امر ورکړای شي.

دا اور لگیدنه چې د شنبې د ورځې لمبې پورته شوي تر اوسه یې د کالیفرنیا ایالت د لیک په کلیوالي سیمو کې له شلو زرو هکتارو څخه زیاته ځمکه سوزولې ده.

د میډلتون، کوب، هایډن ولی لیک او هاربین هاټ سپرینگ د ښارونو په زرگونو کسان د خپلو کورونو خوشې کولو ته اړ شوي دي او موقتي پناه ځایونو ته انتقال شوي دي.

تیره اونۍ د وچکالۍ او د تودې هوا د موج یو ترکیب د واښو او نباتاتو د اوچیدو سبب شو او دغې خپلسري اور لگیدنې ته یې زمینه برابره کړه.

د اورلگیدنې وروسته یواځې د ١٢ ساعتونو په ترڅ کې نژدې ١٦ زره هکتاره ځمکه په اور کې ډوبه شوله.

د کالیفرنیا د اور وژنې د ادارې څلو تنه کارکوونکي د اور لگیدنې په لومړی ورځ د سوزیدو له امله په روغتون کې بستري شوي دي، خو تر اوسه د نورورې مرگ ژوبلې په خبر خبر نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG