د لاس رسي وړ اتصالات

په سلگونو د ملي جشن لمانځونکي د پښو لاندې مړه شول


په سلگونو د ملي جشن لمانځونکي د پښو لاندې مړه شول
په سلگونو د ملي جشن لمانځونکي د پښو لاندې مړه شول

د کمبودیا چارواکی وايی چې ددغه هیواد په یوه جشن کې تقریبا 378 کسان په بهیرو بار کې تر پښو لاندې شوي اومړه شوي دي.

پردې سر بېره په سلگونو نور زخمي شويدي.

د دوشنبې په ورځ د کمبوډیا په پایتخت فنوپن کې جشن لمانځل کیده.

چارواکي وايي چې زیاتره قربانیان یا تر پښو لاندې ځبل شويدي او یا یې ساه بنده شوې ده. دا پېښه هغه وخت وشوله چې خلکو غوښتل د تانلي ساپ د سیند پر پله باندې تېر شي.

عیني شاهدان وايي چې یو شمېر کسان د بهیرو بار په نتیجه کې له پله نه سیند ته وغورځېدل او مړه شول.

د کمبودیا صدراعظم دغه پېښه یوه غټه غمیزه بللی ده چې دده هیواد ورسره د خمېر روژ د کمونیستي رژیم نه وروسته مخامخ شویدی.

دغه رژیم د ١٩٧٠ په لسیزه کې په وحشیانه ډول حکومت کاوه. هغه د تحقیقاتو امر کړیدی او د پنجشنبې ورځ یې د ملي ماتم ورځ اعلان کړېده.

XS
SM
MD
LG