د لاس رسي وړ اتصالات

برتانوي صدراعظم: افغانستان ته عسکر نه لیږو


د بریتانیې صدراعظم ډیوډ کامرون ویلي دي چې حکومت یې افغانستان ته اضافي عسکر نه لیږي.

د بریتانیې مشر چې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې گډون کړی ؤ، خبریالانو ته وویل چې د اضافي عسکرو لیږل حتی په نظر کې هم نه لري.

ښاغلي کامرون زیاته کړه چې سږکال د ناتو د عسکرو پرمختگ چې د جنگي ډلو سره جنگیږي نه یواځې د افغانستان د خلکو لپاره بلکه د بریتانیې لپاره هم ډیر مهم دی.

دا افغانستان ته د بریتانیې د صدراعظم لمړنی سفر دی چې هغه د تیرې میاشتې د ټاکل کیدلو نه وروسته دغه هیواد ته کوي. د بریتایې مشر په افغانستان کې د خپلو عسکرو په ماموریت له سره غور کوي. بریتانیه په افغانستان کې نژدې لس زره عسکر لري چې د عسکرو د شمیر له پلوه د امریکا نه وروسته دوهم هیواد دی.

د بریتانیې د صدراعظم دا کتنه یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس او د مرکزي قوماندې مشر جنرال پتریس په لندن کې د خپلو سیالو پوځي مشرانو سره وکتل او د طالبانو سره په جگړه کې په پرمختگ غور وکړ.

جنرال پتریس د بریتانیايي پوځي مشرانو ته وویل چې په افغانستان کې بین المللي کوښښونه د بریتانیې د گډون پرته نه شي بریالي کیدلی.

له هغه وخته راهیسې چې بریتانیا په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړي دي تر اوسه پورې ددغه هیواد نژدې درې سوه عسکر مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG