د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه ښايي راتلونکی کال له افغانستان نه وتل پیل کړي


برتانیه ښايي راتلونکی کال له افغانستان نه وتل پیل کړي

برتانیه ښايي راتلونکی کال له افغانستان نه وتل پیل کړي

د برتانېې صدراعظم ډیویډ کېمېرون په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته تللی دی؛ هغه وویل چې د برتانیې قواوې په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه وتل پیل کولی شي. هغه د دوشنبی په ورځ د هلمند په ولایت کې ښکته شو.

د برتانیې د عسکرو زیات شمېر په دغه ولاېت کې اچول شويدي.

ډېوېډې کېمېرون او د برتانېې جگپوړه نظامی چارواکی جنرال ډېوېډ رېچردز په دې نېژدی وخت کې ووېل چی په امنېت کې انکشاف برتانېې ته اجازه ورکوي چې خپل عسکر په ٢٠١١ م کې راکم کړي.

ریچردز په تیرو دریو میاشتو کې د امنیت پرمختگ زښت ډېر بللی دی.

د ناټو غړی هیوادونه، د تېرې میاشتې په مجلس کې په دې باندې سره جوړ شول چې په ٢٠١۴ میلادي کال کې د افغانستان قواو ته نظآمی کنترول وسپاري.

ښاغلي کېمېرون ددوشنبی په ورځ ووېل چې دده هدف دادی چې د برتانېې قواوی په ٢٠١٥ کی په بشپړ ډول راوباسي.

رپوټ وايي چې برتانېه په افغانستان کې ټول ټال ٩٥٠٠ عسکر لري؛ په دې اېساب په افغانستان کې دامرېکا له عسکر ونه وروسته برتانېه ترونورو هیوادونو ډیر عسکر لري.

رپوټ په پاې کې وايي چې تراوسه پورې په افغانستان کې د برتانېې ٣۴٠ تنه عسکر وژل شوېدي.

XS
SM
MD
LG