د لاس رسي وړ اتصالات

د کانادا په پارلمان کې د افغان میرمنې غړیتوب


مریم منصف د کانادا د پارلمان نوې غړې
مریم منصف د کانادا د پارلمان نوې غړې

د کانادا د خبري رسنیو شبکه وایي د لیبرال گوند غړو د پارلمان د درۍ سوه اته دیرش څوکیو څخه د یو سلو اتیا نه د زیاتو څوکیو په گټلو بری ترلاسه کړ.

ویل کیږي د تلونکي صدراعظم، ستیفن هارپر، محافظه کار گوند یو سلو څلور څوکۍ نیولي او نوي دیموکراتیک گوند د اته دیرشو څوکیو په گټلو دریم مقام حاصل کړی دی.

ښاغلی ترودو د دوشنبې په روځ ناوختي په مانتریال کې د خپلو یو شمیر ملاتړو په وړاندې د بري اعلان وکړ او ویی ویل چې د هغه انتخاباتي مبارزې دا په اثبات ورسوله چې مثبت سیاست څه کولی شي.

هغه هیله څرگنده کړه چې د هغه بری د هغه سره همنظره او هم فکرو وگړو ته د هغه سره د گډ کار او زیار الهام وبښي.

هغه وویل، «دا هغه څه دي چې مثبت سیاست او غوره تگلاره یې کولای شي دا د یوې ډلې د زیار نتیجه ده . ددی عظیم هیواد د گوټ گوټ څخه کانادایانو نن شپه یو څرگند پیام واستاوه، او هغه دا چې دوی وایی پدې هیواد کې د یو رېښتونی بدلون وخت را رسیدلی دی.»

تلونکي صدراعظم ستیفن هارپر د یوې وینا په ترڅ کې نوي صدراعظم ته د بري مبارکي وویله او زیاته یی کړه چې پداسې حال کې چې د نن شپې پایله هغه څه نه ده چې ده یې هیله کوله، خلک هېڅکله اشتباه نکوي.

محافظه کار گوند وروسته اعلان وکړ چې ښاغلی هارپر به ددې گوند له مشرتوب نه لاس واخلي.

هغه پخپله د خپلو ملاتړو څخه دمننې په ترڅ کې داسې وویل، «دوستانو زمونږ هیواد نن په نړۍ کې د پایدارو دیموکراسیو په لړ کې گڼل کیږي او نن په یوسلو اته څلویښتو کلونو کې دا دو څلویښتم ځل دی چې کاناداییان د خپل ملي پارلمان دپاره ټاکنې کوي.»

دغه بریالیتوب درۍ څلویښت کلن جسټن ټروډو ته په چټکۍ سره قدرت ته د رسیدلو لاره اواره کړله.

لدې سره سره چې ځینو ورباندی د کاري تجربی د نه درلودلو انتقاد کاوه ،او ویل به یی چې هغه د دندې دپاره چمتو ندی خو هغه دکاناډا په تاریخ کې تر ټولو دویم ځوان صدراعظم وټاکل شو.

د ښوونځي دا پخوانی استاد په دوه زره اتم کې د کانادا پارلمان ته لاره وموندله او په دوه زره دیارلسم کې وروسته له دې چې دغه گوند د دریم پر له پسې ځل دپاره په پارلمان کې ټاکنی بایلودې، ددې گوند مشر شو.

هغه د کانادا پر بډایې طبقې باندې د مالیاتو د زیاتولو د ستراتیژۍ پر بنسټ انتخاباتی مبارزه وکړه او د زیربنا پر بیا رغونې باندې د لگښتونو ژمنه وکړه څو هم د اقتصآدي ودې لاره پرانستل شي او هم د متحده ایالاتو سره اړیکې بهترې شي.

جسټن ټرودو د پخوانی صداعظم ، پېرې ټروډو، زوی دی چې په نولسوه اته شپیتم کې واک ته رسیدلی و.

ښاغلی پییر ایلیت ترودو په دوه زرم کال کې د څلور اتیا کلنۍ په عمر وفات شو هغه د حقونو منشور ولیکه او په هیواد کې یې فرانسوي ژبه د هغه هیواد رسمي ژبه اعلان کړه.

په پارلمان کې د افغان میرمنې غړیتوب

بل پلو، د کانادا په پارلمان کې د یوې داسی میرمنی د بری خبر هم خپور شوی دی چی افغاني الاصله کانادایۍ ده.

دا میرمن مریم منصف نومیږي. هغې د تیرې لسیزې په ترڅ کې د ټولنیزی کارکونکی په توگه کار کړی او شل کاله مخکې د طالبانو د رژیم نه په تېښتې د خپلی کورنۍ سره د کانادا پیتربورو ښار ته راغلې ده.

دا هغه ټولنه ده چې دې ته یی د یوه نوي ژوند لپاره ځای ورکړ. هغې د کانادا د ترینت پوهنتون څخه په فارغیدو په گڼ شمیر ادارو کی چې زیات شمیر پوهنتونونه هم پکې شامل دي، د ټولنیزو پرمختیایي چارو په برخه کې کار کړی.

هغه اوس هم د بنسټیزو دیرشو ټولنو د رهبرۍ هیات غړیتوب لري او د ټولنی، ښځو، ځوانانو او مشرتابه په برخه کې ښه ویناواله هم ده.

آغلې منصف د سور شال په نوم د کمپاین د بنسټ ایښودونکود غړیو له جملې څخه ده چې په افغانستان کې یې د میرمنو دپاره تر اوسه پورې یو سلو پنځوس زره دالره مرسته را غونډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG