د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا په ائتلافي ځواکونو کې خپل پوځي ماموریت ختموي


د کاناډا د لیبرال ګوند مشر جسټن ټروډیو چې ګوند په پارلیماني انتخاباتو کې اکثریت څوکۍ ګټلي دي، وایي چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو نه هغه شپږ کاناډایۍ جیټ الوتکې لیرې کوي چې په سوریې اوعراق کې د اسلامي دولت په جګړه مارانو هوایي بریدونه کوي.

ښاغلی ټروډیو چې د کاناډا نوی صدراعظم به وي، پرون یې د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما سره په ټیلیفون کې خبرې کړیدي او وایي " ښاغلی اوباما پدې پوهیږي چې زه په ایتلافي ځواکونو کې د خپل هیواد ماموریت پای ته رسوم."

د کاناډا شاوخوا شپیته عسکر په کویټ کې دیره دي او د هماغه ځای نه په عرق او سوریې کې په داعش د هوایي بمباریو بندوبست کوی. جسټن ټروډیو وایي " د عراق په شمال د کاناډا خاص ځواکونه پریږدي چې د هغه هیواد امنیتي ځواکونه وروزي."

د مهاجرینو په برخې کې د پالیسۍ بدلون:

سره لدې چې د کاناډا پخواني صدراعظم سټیفن هارپر ویلي و چې په روان میلادي کال کې د سوریې هیڅ کوم مهاجر به پخپل هیواد کې قبول نکړي خو جسټن ټروډیو وایي چې " د همدې کال تر پایه به پنځه ویشت زره نور سوریایي مهاجر هم ومني."

کله چې د ترکیې په اوبو کې یو درې کلن سوریایي ماشوم ډوب او مړ شو، خلکو د کاناډا د حکومت نه وغوښتل چې زیات شمیر مهاجر دې ومني خو صدراعظم سټیفن هارپر د هغوي غوښتنه ونه منله. د لیبرال ګوند مشر جسټن ټرودیو وایي چې " مهربانه کاناډا بیرته راغله" او زیاتوي چې "مونږ پخوا هم د کړکیچ او جګړو پر وخت مهاجرینو او پناه غوښتونکو ته د خپل هیواد دروزاې پرانیستې وې او اوس یو ځل بیا یې پرانیزو. "

XS
SM
MD
LG