د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا اور هغومره تباهي نده کړې لکه چې اټکل یې کیده


د مک موري په ځنګلونو کې د اور لګیدنې له وجې لس ګونه زره خلک بې کوره شوي
د مک موري په ځنګلونو کې د اور لګیدنې له وجې لس ګونه زره خلک بې کوره شوي

د کاناډا د البرټا د ایالت اعلی وزیره ریچیل نوټلي وایي چې د مک موري سیمه چې د تیرو لسو ورځو راهیسې په کې ځنګلونو اور اخیستی، ډیره برخه یې نه ده سوځیدلې.

میرمن نوټلي وویل چې هغه شاوخوا اته اتیا زره کسان چې خپل کور کلی یې پریښی، په راتلونکو دوه اونیو کې به بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

نوټلي همدارنګه وویل چې په دې اور کې دوه کلي په بشپړه توګه سوځیدلي دي او زیاتوي چې دا ډول غټ اور یې په خپل ژوند نه و لیدلی.

چارواکي وایي چې د مک موري د مرکزي سیمو په شمول د ښارګوټي په سلونوي برخه نه ده سوځیدلې او هیڅ زیان ورته نه دی رسیدلې.

په دې اور کې شاوخوا دوه زره څلور سوه کورونه او ودانۍ سوځیدلي دي، خو میرمن نوټلي وایي چې د اور وژونکو په زیار پنځه ویشت زره کورونه او نورې ودانۍ د سوځیدو نه ژغورل شویدي.

د ښاروالۍ ودانۍ، ښوونځي او روغتون هم نه دي سوځیدلي.

د البرټا د ایالت اعلی وزیره وایي چې " اور لکه د سمندر د څپو په شان د مک موري سیمه لاندې کړې وه" خو زیاتوي چې اوس اور تر ډیره حده کابو شوی دی.

XS
SM
MD
LG