د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې په بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو


په سیمه کې عیني شاهدان وایي د نن چې برید هدف د اروپايي اتحادیې د پولیسو د ماموریت موټر وو
په سیمه کې عیني شاهدان وایي د نن چې برید هدف د اروپايي اتحادیې د پولیسو د ماموریت موټر وو

د کابل ښار د نهمې حوزې اړونده د یکه توت په سیمه کې د یو کرولا موټر په واسطه په بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې یو ملکي وگړی وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل دا ځانمرګی له غرمې وروسته په یوه نیمه بجی شوی دی.

هغه وویل ځانمرګی په کرولا ډوله موټر کې ناست و، او د بهرنیو ځواکونو د موټرو مخې ته یې ځان الوزولی دی.

حشمت الله ستانکزي د بهرنیو ځواکونو د هویت او پدغه ځانمرګي برید کې بهرنیو ځواکونو ته د اوښتي زیان په تړاو هم څه و نه ویل.

په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل د لوړ اواز غږ واورېدل شو او څو تنه یې لیدلي چې ټپي وو.

یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې ده ولیدل پدغه برید کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو د ماموریت ګاډي په نښه شوي و او ځانمرګی هم د اروپايي اتحادیې په پولیسو شوی دی.

خو خپله د اروپايي اتحادیې د پولیسو د ماموریت له خوا څه ندي ویل شوي.

دا ځانمرګی برید پداسې حال کې کیږي، چې نن سهار نهه بجې د کابل ښار د نهمې حوزې اړونده د هوا پېژندنې د ادارې په سړک کې په یو باطله دانۍ کې هم ماین ځای په ځای شوی و، چې والوزول شول. پدغه پېښه کې چاته زیان نه و رسېدلی.

د زابل ولایت چاودنه

بل لورته نن د زابل په ولایت کې هم چاودنه شوې چې دوه تنه پکې وژل شوي او لس بیا ټپیان شوي دي.

نن سهار لس بجې د زابل ولایت د امنیه قوماندانۍ په مخکې ددې ولایت د امنیت په امر چاودنه شوې، چې له امله یې دوه عام وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان شويدي.

د زابل امنیه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لیوني امریکا غږ ته وویل چې چاودیدونکي مواد چې ځای په ځای شوي وو، د ریموټ کنټرول بم په واسطه ورته چاودنه ورکړل شوې ده، یو ماشوم او یو عام وګړی یې وژلی، نهه یې ټپيان کړي، چې په ټپیانو کې څلور پولیس او پنځه نور بیا عام وګړي وو.

خو د کلات په روغتون کې ډاکټرانو ویلي چې په دغه برید کې ټپي شوي لس ټپیان یې ورته وروړي دي.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي بیا امریکا غږ ته وویل چې پدغه چاودنه کې ده ته زیان ندی رسېدلی. هغه ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي فراهي وویل‪"‬ په اټغر ولسوالۍ کې مو له تیرو ۲ اونیو راهیسی عملیات پیل کړي وو ، نن له هغه ځایه څخه مرکز کلات ته را ورسیدم ، کله چي د امنيې قوماندانۍ مخ ته را ورسیدم له خپل کور څخه ۲ سوه میتره لرې ، له یوه دوکان څخه چاودنه را باندې شوه ‪"‬

سویلي ولایت زابل یو له هغو ناامنو ولایتونو څخه دی، چې کله نا کله ترې د ځانمرګو بریدونو خبرونه ورکول کیږي.

لا هم د پېښې مسؤلیت چا په غاړه ندی اخېستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG