د لاس رسي وړ اتصالات

انځورونه: د غالیو اوبدلو صنعت د لمنځه تلو په حال کې دی


انځورونه: د غالیو اوبدلو صنعت د لمنځه تلو په حال کې دی

انځورونه: د غالیو اوبدلو صنعت د لمنځه تلو په حال کې دی

په ټول کندوز کې د قالین اوبدلو یو مرکز هم نشته، یوازې هغه خلک چې د کار او کسب بله لار نه لري او قالین اوبدل یې زده دي په کور کې یې د ښځو لپاره د قالینو چوکاټونه لګولي او قالین اوبي.

درې کاله پخوا په کندوز کې د قالین اوبدلو څو مرکزونه موجود وو چې په سلګونو کسانو په کې کار کاوه، خو د قالین او بدلو د هغو شرکتونو ځایونه اوس خالي دي.

د ښار په ځینو برخو کې د قالین د قیچي کولو فابریکې هم وې خو د هغو فابریکو دروازو ته قولپونه پراته وو.

په کندوز کې یوازې د کار او اجتماعي چارو د ریاست له خوا د قالین اوبدلو څلور چوکاټونه ایښودل شوي چې یو شمیرهغه میرمنې چې د کورنۍ سرپرست نه لري او هغه نجونې چې يتیمانې دي د قالینو اوبدل زده کوي.

په کندوز کې د قالینو د اتحاديي مسول نصرالله وایې چې د قالینو او بدل په ستنه د څاه کیندل دي، زحمت دوي وباسي او قالینې یې د پاکستان په نامه اروپا، امریکا او نورو خارجي هیوادونو ته صادریږي نصرالله زیاتوي: "له پاکستان څخه د قالینو سوداګر راځي، قالینې پاکستان ته وړي او هغه ځایه خارجي هیوادونو ته وړي، له افغانستانه هم صادریږي، خو په سلو کې پنځه فیصده له افغانستان او پنځه نوي له پاکستان څخه خارجي ملکونو ته وړل کیږي"

نصرالله وایی چې دوي دوه کاله پخوا د قالین اوبدلو شرکت درولوده چې هره میاشت به یې له څلورسوه نه تر څلورسوه پنځوس متره مکعب قالینې تولیدولې: "مونږ زیاتې قالینې له پاکستانیو سوداګرو څخه فرمایش اخیسته، له جوړولو وروسته یې پاکستان ته وړلې او د پاکستان ټاپه به پرې وهله او میډ این پاکستان په یې پرې لیکه او د پاکستانیو قالینو په نوم به یې صادرولې"

نصرالله وایې چې د قالین اوبدلو رواج ورځ په ورځ د له منځه تلو په حال کې دی: "فکر کوم اوس د قالینو د اوبدلو صنعت مخ په کمیدو دی، اوس مونږ د پخوا په نسبت نیمایی دوه سوه متره مکعب تولید هم نه لرو"

په کندوز کې یوازې د قلعه ذال په ولسوالۍ کې ترکمن خلک په کورونو کې قالین اوبي، خو پخوا د کندوز په ښار کې هم زیاتو خلکو په کورونو کې د قالین اوبدلو له لارې ژوند پر مخ بیوه.

د کار او اجتماعي چارو د ریاست اړوند د قالین اوبدلو د یو مرکز یوه زده کوونکې چې غواړي د قالین اوبدل زده کړي: "دلته د قالینو اوبدل زده کوم، د شاګردۍ لپاره راغلی یم خو اوس مې تنسته هم زده کړې او نقشه مې هم زده کړې، هر څه مې زده کړي"

د قالینو صنعت د افغانستان له لویو صنعتونو څخه شمیرل کیږي، خو اوس دغه صنعت په هغو ولایتونو کې چې زیات خلک یې د قالینو په اوبدلو مشغول وو د له منځه تلو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG