د لاس رسي وړ اتصالات

کارتر له عراق نه د داعش په ضد د جگړې گړندي کیدل غواړي


د امریکا د دفاع وزیر په نه اعلان شوې سفر بغداد ته لاړ
د امریکا د دفاع وزیر په نه اعلان شوې سفر بغداد ته لاړ

د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارتر د چهار شنبې په ورځ بغداد ته رسېدلی چې له عراقي چارواکو او په هغه هېواد کې د متحده ایالاتو له پوځي قوماندانانو سره وګوري.

ویل کېږي دوی به د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د جګړې د گړندي کیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ په بغداد کې د عراق د صدراعظم حیدر العبادي او د دفاع وزیر خالد ال عبیدي سره ولیدل.

ښاغلي کارتر خبریالانو ته وویل چې دواړو چارواکو ورسره د رمادي په بیرته نیولو کې د خپلو بریاو د زیاتیدو په اړوند خبرې کړې دي چې وروسته به بیا د داعش نه د موصل ښار د بیرته نیولو هڅه وکړي.

ښاغلي کارتر زیاته کړه "متحده ایالات به د عراقي امنیتي ځواکونو سره په دې ماموریت کې مرسته لا ډېرې کړي."

ښاغلي کارټر منځني ختیځ ته د خپل سفر په پیل کې ویلي و چې دی به د جګړې ډګر د وضعیت او هم د داعش ډلې د ماتولو لپاره د مبارزې پر پیاوړي کېدو تازه جزییات ترلاسه کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر همدارنگه د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهگرۍ په وړاندې جگړې کې د ٣۴ اسلامي هیوادونو ائتلاف د جوړیدو هرکلی وکړ.

متحده ایالاتو ویلي دي چې د عراق امنیتي ځواکونو ته به سلاکاران او بریدونو لپاره به هلیکوپترې ولیږي څو د داعش نه د رمادي ښار بیرته ونیسي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر ویلي چې د هغه د سفر مقصد داهم دی چې د امریکا د متحدینو نه وغواړي چې د داعش د ځپلو لپاره پوځی کمپاین کې خپله ونډه ډیره کړي.

د امریکا متحده ایالاتو روانه میاشت اعلان وکړ چې یوه ځانګړې امریکایي پوځي ډله به په عراق کې ځای پرځای کړي چې هم په عراق او هم په سوریې کې د داعش په وړاندې وجنګېږي.

کارټر دغه راز وایي، د دې سفر په ترڅ کې به دی د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د جګړې لپاره د امریکا د متحدینو له خوا د لا ډېرې مرستې لارې چارې ولټوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر منځني ختیځ ته د خپل سفر په پیل کې ویلي و چې هغه به د امریکایي قومندانانو ارزونې واخلی چې څنگه داعش ته د ماتې ورکولو کمپاین چتک کړي.

XS
SM
MD
LG