د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د موصل د بیرته نیولو لپاره عراق ته جنگي الوتکې ورکوي


د داعش نه د موصل د نیولو لپاره امریکا ٢٠٠ نور سرتیري عراق ته استوي او عراقي ځواکونو ته څو بریدگرې هلیکوپترې ورکوي.
د داعش نه د موصل د نیولو لپاره امریکا ٢٠٠ نور سرتیري عراق ته استوي او عراقي ځواکونو ته څو بریدگرې هلیکوپترې ورکوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتن کارتر وایي د داعش نه د موصل د ښار د نیولو لپاره امریکا څه د پاسه ٢٠٠ اضافي سرتیري او څو بریدگرې هلېکوپترې عراقي ځواکونو ته ورکوي.

ښاغلي کارتر دا څرگندونې د دوشنبې په ورځ عراق ته په سفر کې د عراقي مشرانو او قوماندانانو سره وکړې. "هر څوک پوهیږي چې د عراق لپاره جگړه د موصل لپاره جگړه ده."

عراقي ځواکونه د داعش د مورچلونو د نیولو لپاره په ٢۴ د مارچ عملیات پیل کړل.

اشتن کارتر د دوشنبې په ورځ عراق ته لاړ څو وشي کړای عراقي مشرانو سره په سوریه او عراق کې د داعش په وړاندې جگړه کې د امریکا په نقش خبرې وکړي.

"عراقيان چې څه شي ته ضرورت ولري د غوښتنې نه ډډه نه کوي. زمونږ جنرالان، ډگروالان د عراقیانو ترڅنگ ناست دي."

ښاغلي کارتر د شنبې په ورځ په متحده عرب اماراتو کې په یو خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ چې سپینه مانۍ به دغه سپارښتنې تصویب کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر دوبۍ ته څیرمه د الظفر هوایي اډې که وویل "مونږ به د هوایي او مځکني مرستو په گډون خپلې مرستې ډیره کړو. تاسو باید زمونږ نه د مرستو ډیره تمه ولرئ."

خو ښاغلي کارتر دا هم وویل چې "په عراق کې زمونږه د سرتیرو حضور به د عراقي سرتیرو د فعالیت ډیرول وي نه د سیمه ایزو ځواکونو ځای نیول."

د امریکا په مشرۍ ائتلاف به د استخباراتو، د کشف او څارنې د ماموریت ترڅنگ په داعش باندې هوایي بریدونو کې د الظفر د هوایي اډه نه کار واخلي.

هوایي ځواک

د ځینو په اند، متحده ایالات د الظفر په هوایي اډې کې د مخه لا د خپلو مهمات اندازه زیاته کړې ده او تمه کیږي چې په راتلونکې شپږو میاشتو کې دغه کار دوام ورکړي.

د الظفر په اډې کې کارتر ته په لیدنه کې د اف ٢٢ ډوله جنگي الوتکې یو پیلوټ وویل" په تیرو شپږو میاشتو کې چې دا قطعه مونږه تبادله کړې ده، مهمات او اړین مهمات پکې راښکته شوي دي. یوازې په تیرې اونۍ کې مونږ شل فیصده مهمات راښکته کړل، نو په دې ډول ۴٠ مهمات یوازې په یوې اونۍ کې راوړل شوي دي."

کارتر وویل د الظفر په هوایي اډې کې میشت سرتیري، د داعش په وړاندې جگړې کې مهم رول لوبولی دی.

"دا سرتیري ډیر مصروفه دي او ځیني یې هره ورځ په ډیر خطرناکه وضعیت کې وخت تیروي."

د امریکا ستراتیژي

د امریکن انترپرایز په څیړنیز مرکز کې څیړونکي مایکل روبین امریکا غږ ته وویل داسې ښایي چې د امریکا ستراتیژي د داعش مخنیوی دی.

که څه هم داعش په دې وروستیو کې په عراق او سوریه کې ډیرې سیمې له لاسه ورکړې دي، خو د دې سره سره په ستراتیژي کې باید ښه والی راوستل شي.

"کله چې د داعش په وړاندې د جگړې خبره وي، نو داسې بریښي لکه د سرطان د ناروغي لومړی پړاو چې تشخیص شوی وي او بیا په دې بحث وکړو چې د راتلونکي ۴-٥ کلونو کې د درملنې لپاره اسپرین ورکړ شي او که نه، حال دا چې تر هغه وخته پورې ناروغي څلورم پړاو ته رسیږي."

له هغه وخت نه چې اشتن کارتر د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په توگه ټاکل شوی، دا دریم ځل چې عراق ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG