د لاس رسي وړ اتصالات

په بلوچستان کې سرشمیرنه ولې سیاسي مسله ده؟


د مارچ په ١٥ مې نیټه به په پاکستان کې شپږم وارد سر او د کورنیو شمیر پروسه شروع شي. دغه سرشمیرنه باید په ٢٠٠٨ کال کي شوې وای، خو د اتو کلنو د ځنډ ورسته حکومت بیا هم په دی اړه پریکړه ونه کړله. په همدې خاطرد پاکستان ستري محکمي پخپل سر حکم کړی چې دا کار باید وشي.

سر شمیرینه ولې مهمه وي؟

د پین سټیټ د نفوسو د احوال په څیړنیز مرکز کې د ډیمو گرافي او او د سوشیالوژۍ پروفیسر گورډن ډي لونگ واېې " سر شمیرینه ډیر زیاته مهمه وي، په امریکا کې د ډیموکراسۍ اساس د استاځیتوب په بنسټ جوړ شوي دی."

هغه زیاتوي، " سرشمیرنه دا ډاډه کوي چې هره ټولنه په حکومت کې د خپل استاځو صیح سرشمیر ولري"

سرشمیرنه ددی هم مرسته کوي چې حکومت بودیجه د برابرۍ په بنسټ په خلکو وویشي.

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کېد سرشمیرینې پروسه د هماغې ورځې راپدیخوا جنجالي موضوع ده چې کله پاکستان جوړ شو. په دغه ایالت کې پښتانه او بلوڅان ګډ اوسیږي. او د وسایلو ویش، او په قومي او صوبایي اسامبلیو کې د استاځو ټاکل هم د سر شمیرني په حساب وي.

د بلوچستان نیشنل گوند مرکزي مشر او پخواني سناتور ثنا الله بلوڅ
د بلوچستان نیشنل گوند مرکزي مشر او پخواني سناتور ثنا الله بلوڅ

د بلوڅ ملتپاله گوندونو ویلې دی چې په دغه صوبه کې دې سرشمیرینه تر هغه وځنډول شي تر څو چې افغان مهاجرین بیرته افغانستان ته نه وی ستانه شوي او یا حکومت داسي یو میکانیزم جوړ نکړی چې دغه خلگ په سرشمیرنه کې برخه وانخلي. د هغوي بل اعتراض دا دی چې په دغه صوبه کې د بلوڅو په سمیو کې امنیتې وضیعت سم نه دی او د سرشمیرینې کارکونکې له دی وجې لیری پرتو سیمو ته نشي ورتللی. اودریم دا چې ډیر زیات بلوڅان په ځینو ولسوالیو کې د حکومتپر ضد د رواني وسله والي شخړي له وجي له خپلو سیمو نورو صوبو او حتا افغانستان او ایران ته تللی دی. نو که په داسي وخت کې سر شمیرنه وشي دا به سمه نه وي.

د پښتونخوا ملې عوامې گوند مرکزي مشر او د بلوچستان اسمابلې غړي نصرالله زیري
د پښتونخوا ملې عوامې گوند مرکزي مشر او د بلوچستان اسمابلې غړي نصرالله زیري

بلی خوا بیا د پښتونخوا ملې عوامې گوند بیا واېې، چې د ملگرو ملتونو ادارې د ارقامو له مخې دا وخت په بلوچستان صوبه کې ٣ سوه زره راجسټر شوي افغانان اوسیږي او یو څو زره غیر قانوني افغانان به هم وي چې اسناد نلري او هغوي ددې امکان ردوي چې دوی به په سر شمیرینې حساب شي.

په ١٩٩٨ کال کېچې سر شمیرنه کیده نوهغه وخت دغه مسله یو وار بیا سیاسي شوه، او د هغه وخت د بلوچستان صوبايي واکمن حکومت چې د بلوچستان نیشنل گوند په مشرۍ یو ایتلافي حکومت و. پښتون ملتپاله گوندونو خپلې اندیښې درلوې او غوښتنه ېې وکړه چې دغه سرشمیرنه دې د پښتون بلوڅ د یوه خپلواک کمیسون د څار لاندې تر سره شي، خو دغه غوښتنه ېې ونه منل شوه.

د گوند مشر محمود خان اڅکزي د پښتنو څخه وغوښتل چې په سر شمیرنه کې دې برخه نه اخلي، او د خپل گوند کارکونکو ته ېې د سر شمیرینې سره د پریکون په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل،" که حکومت سرشمیر په زور د پښتونو په سیمه کې وکړه ، نو د پښتونخوا ملي عوامي گوند د کارکونکو دې ملا ماته شي"

په کویټې او ځینو سیمو کې پوځ سر شمیرته پیل کړهاو پښتنون میشتو سمیو کې د پښتونخوا گوند د کارکونو د کلک مخالفت سره مخ شول. په دولتې لحاظ د پښتنو په سیمو کې سرشمیرنه وشوه،خو پښتانه په دې نظر دي چې اکثرو پښتنو چون پریکون کړی ونو حکومت چې کوم شمیر ښیې دا سم نه دی.

د مثال په ډول د ١٩٨١ کال د سرشمیرینې په اساس د کویټي ولسوالۍ نفوس ٣٨١٥٦٦ او د ١٩٩٨ کال کې چې سر شمیرنه وشوه نو دغه شمیر ٧٥٩٩۴١ حساب شول.

د بلوچستان نیشنل گوند مرکزي مشر او پخواني سناتور ثنا الله بلوڅ امریکا غږ ته وویل

"د ١٩٩٨کال او د اوس بلوچستان ډیر توپیرکړی، حکومت په ډیر سیمو واک نلري، هغه وخت بلوڅان بي ځايه شوي نه ول، امنیتې وضعیت ډیران خراب دی، د سرشمیرني د ادارې کارکونکي د بلوڅو کلیو او بانډو ته نشي تللې چې خلک او کورونه وشمیري"

ثناه بلوڅ داهموویل،"که زموږ غوښتنې ونه منل شوينو موږ دومره قوت او زور نلرو چې د دولت مخه ونشو چې سر شمیره ونکړي"

د پښتونخوا ملې عوامې گوند مرکزي مشر او د بلوچستان اسمابلې غړي نصرالله زیري بیا وایي چې "په پاکستان کې د یوه قوم په حیث، د سیوۍ د میدانو څخه بیا تر چترال د غرونو، او پهقبایلې سیمویا منځني پښتونخوا پښتون پروت دی، همدارنگه، په پنجاب او د سند په ایالتونو کې هم پښتانه پراته دی نو د قوم اوژبي په لحاظ پښتانه د پاکستان اکثریت اوسیدونکې دی خو بدمرغه د پښتونو سرشمیرینه هیڅ کله هم سمه نه ده شوې."

زیري زیاته کړه،" لهډیر وخت رایسي ږموږ دا غوښتنه ده چې په بلوچستان صوبه کې چې پښتون بلوڅ گډه صوبه ده، سمه سرشمیرینه دې وشي." هغه وویل، د انگریز له وخت رایسي به د پښتو په سیمو کې دیو باقاعده د تحصیلدارۍ د نظام دلارې سر شمیرنه کیده،خو د بلوڅو په سیمو کې پرته له کومه نظامه سرشمیرنه د بلوڅ سرادارنو په خو ښه کیده.او د پاکستان د جوړیدو ورسته هم په بلوچستان صوبه کې واک د بلوڅو په لاس کې پاته شوي، خصوصاً په ١٩٧١ کې بلوڅو په خپلو سیمو کې جعلي سر شمیرنه وکړه او خپل شمیر یی ډیر زیات او پښتانه یې کم ولیکل."

زیری زیاتوي اوس د بلوڅانو ځینې گوندونه واېې چې موږ اوس سرشمیرنه نه کوو ځکه چې دلته افغان کډوال (مهاجر) دي، خوپه حقیقت کې د افغانانو اکثره کمپونه ختم شوي، او افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دی.

د زیري په وینا " بلوڅ له دې وجي سرشمرینه نه کوي چې داځل ممکنه ده، سرشمیرنه به د کمپیوټري شناختې کارډ یا تذکیرې دلارې کیږی، نو کومه درغلي چې پخوا کیده دا وار دوی دغه کار نشي کولی."

د بلوچستان پخوانی اعلی وزیر او د نیشل پارټۍ مرکزي مشر ډاکټر مالک بلوڅ واېې" د مهاجرینو په موجودیت کې که هغه افغانان، بلوڅان،تاجکان او یا ازبکان دي، تر څو چې د هغو د بیرته دتگ ضیمنه موممکنه شوې نه وي، تر هغه وخته دې سر شمیرنه وځنډول شي، او یا دی هغه ټولې تگلارې په کار واچول شي چې هغوی په دې سرشمیرنه کې ورگډ نه شي."

د بلوچستان نیشنل عوامي گوند مشر او پخوانی اعلی وزیر اختر مینگل
د بلوچستان نیشنل عوامي گوند مشر او پخوانی اعلی وزیر اختر مینگل

د بلوچستان نیشنل عوامي گوند مشر او پخوانی اعلی وزیراختر مینگل بیا وایي " د بلوڅو ډیرې داسي سیمي شته چې هلته بیخي کورونه نشته، د تیرو ١٥ کالنو راهیسې په بلوچستان کې چې کوم بغاوت شروع دی، له دې وجې خلک د خپلو سیمو بی ځاي شوي دي."

اختر مینگل زیاتوي، دا چې حکومت په سر شمیرنه کې د دغو خلکو د گډون د پاره کوم گامونه پورته کړي تر اوسه ېې موږ ته په دې باره کې څه نه دی ویلي. او بل تر کومه بریده چې د افغان مهاجرینو خبر ده دهغوي د راتگ حساب خو شوی دی،خو د بیرته ستانه شویو حساب موږ ته چا ندی ښودلی. "

هغه وویل " زما په فکر ترڅو چې په دغو دوه مسایلو فکر نه وي شوي، په بلوچستان صوبه کې سر شمیرنه گټه نه کوي، نور تاوانه پیښولی شي، نفرتونه زیاتیږی، د مرکزي حکومت ناروا رویه چې اوس بلوچستان کې ډیر زیات نفرت او کرکه راپارولې ده کیداسی د کنټروله څخه ووځي))

د ١٩٩٨ سرشمرینې په اساس د بلوچستان نفوس د ٦.٥ ملیونه څخه یو څه زیات دی.

XS
SM
MD
LG