د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي یووالي د حکومت مشران امریکا ته ځي


د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي چې د امریکایي مشرتابه سره به په خبرو کې په امنیتي او اقتصادي مسلو بحثونه وشي.
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي چې د امریکایي مشرتابه سره به په خبرو کې په امنیتي او اقتصادي مسلو بحثونه وشي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي تمه لري چې امریکا ته دده او د جمهوررئیس محمد اشرف غني سفر به د افغانستان د حالاتو په سمولو کې مرسته وکړي.

اجرائیه رئیس د جمعمې په ورځ په کابل کې خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل چې امریکایي چارواکو سره د افغانستان د ملي یووالي د مشرانو بله اونۍ خبرې یوه هراړخیزه اجندا لري.

ښاغلي عبدالله وویل "تاسو پوهیږئ چې د امریکا متحده ایالات د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې افغانستان سره ترټولو زیاتې مرستې کوي نه یوازې په افغانستان کې د امنیت د ټینګیدلوپه برخه کې بلکه په هیواد کې د پرمختګ او په ادارو کې د ظرفیتونو د رامنځ ته کولو په برخه کې افغانستان سره هراړخیزې همکارۍ لري".

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وویل چې د امریکایي مشرتابه سره به په خبرو کې په امنیتي او اقتصادي مسلو بحثونه وشي.

ښاغلي عبدالله وویل "، دا د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو را وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته د ملي یووالي د حکومت د مشرانو لومړی سفر دی په امنیتي، پوځي او اقتصادي برخو او هم د دوه اړخیزو همکاریو برخو کې بحث کیږي د کار له اړخه یو متراکم سفر دی هیله مو داده چې دا سفر د افغانستان د وضیعت د ښه کیدلو په برخه کې یو موثر قدم واوسي".

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي د پنچشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل ولسمشر امریکا ته د سفر لپاره پوره تیاری نیولی او پدغه سفر کې به له سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسائلو پرته په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ په نوي ګواښونو خبرې وشي او په دې برخه کې به له امریکا مرسته وغوښتل شي.

هغه وویل ‪"مونږ ته له نويو ګواښونو سره چې ترهګریز ګواښونه دي، د امریکا حمایت مهم دی، افغانستان او سیمه له نوي جنګ سره مخ ده، د جګړې بڼې تغییر کړی دی، داعش بې له شکه چې په افغانستان کې شتون لري، نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته تهدید دی.‪"

اجمل عبید عابدي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر په تړاو وویل د هرې هغې پرېکړې احترام کوي، چې د امریکا د حکومت له خوا په دې برخه کې ترسره شي.

ټاکل شوې چې د جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د شنبې په ورځ د کابل نه امریکا ته خپل سفر پیل کړي.

د افغانستان د چارو کارپوهان امریکا ته د ملي یووالي د مشرانو دغه سفر مهم ګڼي خو په دې باور دي چې لا هم مخالفو وسلوالو سره د سولې د خبرو په ګډون د ملي یووالي د حکومت په مخ کې په پرتو یو شمیر مسلو د نظر یووالی نشته دی.

د سیاسي چارو یو کارپوه مطیع الله خروټي امریکا غږ ته وویل چې که دغه دوه مشران امریکایي چارواکو سره په یوه خوله ونه غږیږي نو بیا د دغه نه د مثبتو نتایجو د ترلاسه کولو تمه نه شي کیدلی.

ښاغلی خروټي وویل " که چیرې داسې اوسي چې جناب اشرف غني لاړ سعودي عربستان ته د سولې خبرې یې کولې او جناب ډاکټر عبدالله لاړ هندوستان ته او د سولې په مخالفت یې خبرې کولې زه فکر کوم که دغه ډول نظریات د امریکا په سفر کې هم مطرح شي نو سفر به مثبته نتیجه و نه لري".

خو ښاغلی خروټی دا ګڼي چې په افغانستان کې په امنیتي او اقتصادي برخو کې شته ستونزې به دا دواړه مشران دې ته اړ کړي چې امریکا سره په یوه خوله خبرې وکړي.

د افغانستان د چارو کارپوهان وایي چې دا سفر په داسې حال کې تر سره کیږي چې د ملي یووالي د حکومت کابینه لا نیمګړې ده او د حکومت په دننه کې د نظر د اختلاف له امله د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د اکثریتو ولایتونو والیان د سرپرستو والیانو په توګه کار کوي.

خو د ملي یووالي حکومت وایي چې بله اونۍ به تر لسو نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخیستلو لپاره معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG