اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جمهورئیس محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف ترمنځ په پاریس کې کتنه تائید کړه او ویلي دي چې دا دواړه مشران به نن سهار سره لیده کاته وکړي.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا پیل غونډې ته د وینا په وخت په ټینګار وویل چې جمهوررئیس غني د پاکستان د صدراعظم سره د ښاغلي شریف په غوښتنه ګوري.
ښاغلي عبدالله وویل " البته څو ورځې وړاندې د عوامي ملي پارتي او د پښتونخوا د ایالت ځیني مشران راغلي وو او هغوی د صدراعظم نواز شریف لیوالتیا یا غوښتنه چې غوښتل یې په پاریس کې د اقلیم د سرمشریزې په څنډو کې وړاندې کړې وه، چې هغه غوښتنه و منل شوه ، چې احتمالآ شیبې وروسته دا دوه اړخیزه غونډه د ښاغلي نواز شریف ترسره کیږي ".
د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس
د افغانستان اجرائیه ریس په خپلو څرګندونو کې په پاریس کې اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس په باب هم په تفصیل خبرې وکړې هیله یې وښوده چې ددغې سرمشریزې ګډون کوونکي به د ځمکې د تودوخې د کمیدو په باب یوې پریکړې ته ورسیږي.
ښاغلي عبدالله وویل " د ځمکې تودوخي ته په پاملرنې چې ۲۰۱۴ کال ترټولو تود کال ثبت شوی وو،پریکړه دا ده چې د هیوادونو له خوا اقدامات ترسره شي او هیوادونه هلته وعده کوي چې د ځمکې د ګرمۍ د تودوخي درجه را ټیټه کړي".
عبدالله عبدالله په افغانستان باندې د اقلیم د بدلون او د ځمکې د تودوخي د منفي اغیزو په باب هم خبرې وکړې وې ویل چې افغانستان د یو مخ په ودې هیواد په توګه که څه هم د یو لړ عواملو له امله د پرمختګ له کاروان څخه شاته پاتې دی، خو بیا هم لا ډیر فرصتونه د دغه هیواد د خلکو پرمخ کې شته دی.
د افغانستان اجرائیه رئیس د مثال په توګه د انرژۍ د بدلیدو مسله یاده کړه وې ویل چې هغه هیوادونه چې د ځمکې د تودوخي اسباب یې برابر کړي په کار دي چې له نورو هیوادونو سره مرسته وکړي.
هغه هیله وښوده چې افغانستان به هم د دغو مرستو څخه برخمن شي.
ښاغلي عبدالله وویل " خویوه مهمه مسله پخپله د اوسیدونکو کړنه ده چې ایا مونږ ټول دا د یوې ستونزې په توګه منو او یا یې نه منو، په هغه صورت کې چې دا د بشریت لپاره د یو ستر ګواښ په توګه قبول کړو چې په هغه صورت کې د ټولو له خوا د چنلد بدلون غوښتنه کوي چې له نیکه مرغه په خپل چاپیریال او په خپل هیواد کې یې نښې یې ګورو ".
اجرائیه رئیس وویل چې د لمر له انرژۍ که څه هم ټولو ته د ګټې اخیستنې امکانات برابر نه دي خو د هغو فرصتونو څخه چې شته باید ګټه واخیستل شي.
عبدالله عبدالله هیله وښوده چې د بریښنا له انرژۍ د کار اخیستلوته به د افغان حکومت په ټولو پرمختیایي پروګرامونو کې ځای ورکړل شي.
ښاغلي عبدالله وویل " ټول اړوند وزارتونه دې پاملرنه وکړي او په ورته وخت کې زموږ خلک هم په دې برخه کې د اوسیدانې مسولیتونو ته متوجه اوسي ، د هغې له ډلې د ځنګلونو ساتنه ده ".
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس په خپلو څرګندونو کې پاریس او درې نورو اروپایي هیوادونو ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر په باب هم خبرې وکړې وې ویل چې جمهور رئیس غني به د روان سفر په ترڅ کې ایټالیا، سویډن اوجرمني ته هم لاړ شي.
عبدالله عبدالله وویل چې دغو هیوادونو ته د جمهوررئیس غني سفر دوه اړخیز سفر دی چې په ترڅ کې به یې د افغانستان او دغو هیوادونو اړوند مسلو په باب خبرې وشي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني تیره شپه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له کابل څخه فرانسې ته لاړ.
د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر د یو بیان له مخې په پام کې ده، چې جمهور رئیس غني به د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې برخه والو ته وینا وکړي او همدارنګه به دغه کنفرانس کې د ګډون کوونکو هیوادونو له ځینو مشرانو سره کتنې ولري.