د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله عبدالله ټرمپ ته د هغه د کار د پیل مبارکي ورکړه


ښاغلي عبدالله هیله څرګنده کړه، چې له افغانستان سره به د امریکا همکارۍ دوام ومومي.
ښاغلي عبدالله هیله څرګنده کړه، چې له افغانستان سره به د امریکا همکارۍ دوام ومومي.

وروسته له هغې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ د څوکۍ سمبالولو لپاره د لوړې مراسم پر ځای کړل، نن ورته د افغانستان اجرائیه رئیس د هغه د کار د پیل مبارکي ورکړه.

اجرائيه رئيس عبدالله، چې نن یې په سپیدار ماڼۍ کې د ۵۵۰ میلیون ډالرو بشري مرستو د غوښتنې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل "د دې لپاره چې تیره ورځ د لوړې مراسم ترسره شول، نو په کار ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ته د ځان، د افغانستان حکومت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب مبارکي ووایم."

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره د امنیتي، انکشافي او بشري مرستو په برخو کې د نړیوالۍ ټولنې په سر کې اساسي رول لري.

اجرائیه رئيس دغه راز وویل، ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار د بګرام په پوځي اډه کې له خپلو عسکرو سره خبرې کړي او له هغوی سره یې د همکاریو او ملاتړ ژمنه کړې ده.

هغه وویل "دا په خپله یو ښه ګام دی او زه یقین لرم چې په ټولو برخو کې به همکاری دوام ومومي."

اجرائيه رئیس عبدالله له افغانستان څخه د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې د ملاتړ له امله هم مننه وکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست لا تر اوسه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا متحده ایالات د افغانستان یو له ستراتیژیکو همکارانو څخه دی او شاوخوا دوه کاله مخکې دغو هیوادونو د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون هم لاسلیک کړی دی.

په اوس وخت کې د امریکا ۸۴۰۰ عسکر په افغانستان کې دي او د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته مشورې او روزنه ورکوي.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته د افغانستان په اړه په څرګنده توګه څه نه دي ویلي، خو د افغان حکومت په باور، په بګرام کې له امریکايي عسکرو سره د ښاغلي ټرمپ اړیکه، د واشنګټن او کابل ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو ښکارندويي کوي.

XS
SM
MD
LG