د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند د تازه جګړو په لمبو کې


د افغان حکومت مخالفو وسله والو د یوې میاشتې را په دیخوا د هلمند د ولایت د یو شمیر ولسوالیو د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.
د افغان حکومت مخالفو وسله والو د یوې میاشتې را په دیخوا د هلمند د ولایت د یو شمیر ولسوالیو د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا غونډې ته وویل، د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه یې له امنیتي چارواکو سره خبرې کړي او د دغه ولایت د امنیتي حالت د ښه والي لپاره لاس په کار شوي دي.

اجرائیه رئیس هیله وښوده چې ددغو اقداماتو په ترڅ کې به بیرته حالات سم شي.

عبدالله عبدالله وویل "د هلمند د امنیتي حالت په اړه چې یوه توده موضوع ده، په اړه یې غونډې وشوې، بېړنۍ پریکړې ترسره شوي هیله مند یو چې د دغو پریکړو په عملي کولو سره د هلمند ولایت په امنیتي حالت کې ښه والی راشي."

که څه هم اجرائیه رئیس په دې اړه زیات معلومات ورنکړل خو وې ویل چې همدا شیبه افغان امنیتي مسئولین د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي پر سر کار کوي.

بلخوا په هلمند کې امنیتي چارواکي د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ د سقوط په اړه خبر ورکړی او وایي چې افغان امنیتي ځواکونه د دغې ولسوالۍ شپږ کیلو مټرۍ کې د ملي اردو یو مرکز ته په شا شوي او په هغه سیمه کې ځای په ځای شوي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چي تیر ماښام له وسله والو طالبانو سره له سختې جګړې وروسته د ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومندانۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده او حکومتي قواوې ورڅخه په شا شوي.

منبع وايي چې څه باندې ۱۶۰ پوليس په سنګین ولسوالۍ کې کلابند دي.

سنگین سقوط نه دی کړی

د هلمند والي میرزاخان رحیمي وایي، د دغه ولایت د سنګین والسوالۍ طالبانو نه ده نیولې بلکې لا هم افغان امنیتي ځواکونه د دغې ولسوالۍ څخه په دفاع بوخت دي چې په ترڅ کې یې د افغان حکومت مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

میرزاخان رحیمي د هلمند ولایت د وروستیو حالاتو په باب یو خبري کنفرانس ته وویل، د ولسوالۍ ټول تاسیسات له افغان حکومتي قواوو سره دي او دوی له مرکزي ادارې سره به ګډه د دغه ولایت د امنیتي ګواښونو پر ضد د نویو اقداماتو د عملي کولو لپاره لاس په کار شوي دي.

ښاغلي رحیمي د هلمند د سقوط په اړه پېښ شوي ګواښونه هم رد کړل او پدې باب يې د خپل مرستیال او د ولایتي شورا د ځینو غړو خبرې د هغوی شخصي نظریات وبلل.

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار هم امریکا غږ ته وویل، چې د سنګین د ولسوالۍ تعمیر او امنیه قوماندانۍ لا هم د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

خو هغه وویل چې وسله وال طالبان یوازې د دغې ولسوالۍ بازار تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

تیره ورځ ښاغلي رسولیار د ټولنیزو رسنیو له لارې افغان ولسمشر ته په یو پرانیستي لیک کې د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه.

د هلمند مرستیال والي په دغه لیک کې ویلي چې په تیرو څو ورځو کې شاوخوا ۹۰ تنه امنیتي ځواکونو له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي.

په دې لیک محمد جان رسولیار ویلي چې دا مهال د سنګین ولسوالۍ د سقوط په درشل کې ده او که دغه ولایت ته جدي پام ونشي نو ښايي ټول ولایت سقوط وکړي.

"جناب عالیقدر ولسمشر همداشیبه چي تاسوته لیکنه کوم سنګین دسقوط په درشل کې ده او تیره شپه یی تر۴۴پوري تلفات لیدلې خو ترتاسو څوک حقیقت نه درسوي اوس دشمن پربازار او دولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ برتعمیر شدید جنګ پیل کړی زمونز دسنګین په لوا کې داتوان نشته چی هغه حمایه کړې یواځې اویواځې سترګې موستاسو خواته دی هیله ده چی سنګین اوبیا هلمند وژغورل شی."

هغه په لیک کې دا هم ویلي چې د کندز په څیر د هلمند ولایت بیرته نیول آسانه کار نه دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG