د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر عبدالله هند ته ولاړ


اجرائیه ریاست وایي ښاغلی عبدالله به د دې سفر په ترڅ کې دوه تړونونه هم لاسلیک کړي.
اجرائیه ریاست وایي ښاغلی عبدالله به د دې سفر په ترڅ کې دوه تړونونه هم لاسلیک کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یو څلور ورځني سفر نن سهار له کابله هندوستان ته تللی او ټاکل شوې په دغه هیواد کې په دوو بیلابیلو غونډو کې ګډون وکړي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل، په هند کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې په تړاو غونډه او دغه راز، یوه اقتصادي غونډه ترسره کېږي چې د افغانستان اجرائیه رئیس به ورکې د ګډون سربیره وینا هم وکړي.

هغه وویل "نوموړی (عبدالله عبدالله) به په دې کنفرانس کې وینا وکړي، تمرکز به یې د سیمې د هیوادونو د همکارۍ جلب وي، چې د تروریزم پر ضد همکاري د سیمې په کچه باید زیاته شي، همدا راز، یوه اقتصادي ناسته کې وینا کوي، چې د هغې ناستې تمرکز د چاه بهار پر بندر دی، تر څو د چاه بهار بندر څومره ژر چې ممکن وي هغومره ژر د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي."

جاوید فیصل وویل، اجرائيه رئيس به د دغه سفر په ترڅ کې د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي، د بهرنیو چارو وزیره سوشما سورج او د یو شمیر نورو هیوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره دوه اړخیزې ناستې وکړي.

جاوید فیصل زیاته کړه چې د دې سفر په ترڅ کې به کابل او ډهلي دوه تړونونه هم لاسلیک کړي.

د ښاغلي فیصل پر وینا یو تړون به د دواړو هیوادونو د سیاسي پاسپورټ لرونکو په تګ راتګ کې د آسانتیاوو د رامنځ ته کولو په برخه کې لاسلیک شي، چې له مخې به یې دواړو غاړو ته له ویزې پرته د تګ راتګ زمینه برابره شي.

جاوید فیصل زیاته کړه چې بل تړون به د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې لاسلیک شي.

دغه راز جاوید فیصل وویل، اجرائيه رئیس به د هندوستان له یو شمیر سوداګرو سره هم لیده کاته وکړي او هغوی به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

په دې سفر کې له اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سره د افغانستان د سوداګرۍ وزیر، د ایسا ادارې رئیس، یو شمیر دولتي مامورین او سوداګر هم ملتیا کوي.

XS
SM
MD
LG