د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائيه رئيس عبدالله: د واورو د اورېدو له امله ۱۰۷ تنه وژل شوي


په تیرو څلور ورځو کې د افغانستان په دوویشت ولایتونو کې د وارو او بارانونو له امله خلکو ته د سر اومال زیانونه اوښتي دي.
په تیرو څلور ورځو کې د افغانستان په دوویشت ولایتونو کې د وارو او بارانونو له امله خلکو ته د سر اومال زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د تیرې شپې د رپوټونو له مخې وایي، د سختو واورو د اورېدو او ښویدو له امله ۱۰۷ تنه وژل شوي او یو زیات شمېر ټپيان شويدي.

اجرائيه رئيس عبدالله چې نندوشنبې په ورځ یې د وزیرانو د شورا په ناسته کې خبرې کولې وویل چې په دوه ویشتو ولایتونو کې سخته واوره ورېدلې چې سلګونه کیلومټره لارې یې بندې کړي دي.

اجرائيه رئيس وویل د نورستان په برګمټال او د بدخشان په ماه مۍ ولسوالیو کې د واورو له امله سخت ځاني تلفات اوښتي دي.

ښاغلي عبدالله وویل" له واورو د خلاصون عملیات بشپړ شوي اوس د ټپيان د لېږدولو وخت دی، د عامې روغتیا وزارت ټول صحي مراکز تیار دي چې د ټپيانو درملنه وکړي. دولت هڅه کوي ترڅو قربانیانو کورنیو ته ورسیږي".

اجرائیه رئيس دا ډول وویل چې د بامیان د حاجي ګک او د غزني مقر کې په واورو کې ایسار په سلګونو خلک هم له ایسارتیا ویستل شوي دي.

هغه وویل زیاتره تلفات په نورستان او بدخشان کې د واورو د ښویدو له امله خلکو ته اوښتي.

د برګمټال له افسی کلي تلفات

د برګمټال له افسی کلي سره له تېرې شپې راهیسې اړیکې پرې شوې دي.

د نورستان ولایت د برګمټال ولسوال محمد اسماعېل امریکا غږ ته وویل چې د تېرې شپې لسو بجو راهیسې یې د افسې له کلي سره اړیکې پرې شوي او هلته له تازه حاله نه دي خبر.

د نورستان د والي حافظ عبد القیوم په وینا چې د افسی کلي نه تر اوسه دري پنځوس مړي او درویشت زخمیان ویستل شوي دي.

د برګمټال ولسوال وايي تر اوسه سیمې ته هیڅ مرسته نه ده رسېدلې او د ولسوال په مشرۍ یوه ‌‌‌‌‌‌ډله سیمې ته پر لاره ده چې تر اوسه نه ده رسېدلې.

ویل کېږي چې د افسی کلی د برګمټال له ولسوالۍ اتلس کیلومتره لرې دی.

چاواکو د مرګ ژوبلې د ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو وړاندوېینه کړې ده.
د تېرو څو ورځو واوره په تېرو څو کلونو کې بې سارې وه او په دومره کچه کله هم پدغو کلونو کې نده اورېدلې

XS
SM
MD
LG