د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د سولې خبرو ته چمتو یو خو لا خبرې نه دي شوي


د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریس عبدالله
د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریس عبدالله

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو په باب وایي چې افغان حکومت خپلو مخالفو وسلوالو سره خبرو ته چمتو دی خو تر اوسه هغوی سره خبرې نه دي پیل شوي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته د وینا په وخت په قطر کې د سولې د عالي شورا د یو هیات او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو په باب د یو خبریال د سوال په ځواب کې وویل چې طالبانو سره خبرې نه دي شوي.

ښاغلي عبدالله وویل" خبرې نه دي شوي د افغانستان ددولت سیاست څرګند دی افغانستان خبرو ته چمتو دی. د هیواد اساسي قانون او د افغانستان د خلکو لاس ته راوړونو ته په پام لرنې د خبرو دروازې پرانیستي دي".

د سه شنبې په ورځ د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړي رسنیو سره په خبرو کې په نږدې ورځو کې په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلیدلو خبر ورکړی وو او ویلي وو چې په خبرو کې د ګډون لپاره افغانستان د سولې د عالي شورا یو هیات هم د کابل نه دوحې ته تللی دی.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریس د نوې کابینې په جوړیدلو کې د ځنډ په باب هم خبرې وکړې، هغه رپوټونه یې ناسم وبلل چې ګوندې د کابینې په جوړیدلو کې پیښ شوی ځنډ دده او د جمهور رئیس ترمنځ د سختو اختلافاتو له امله پیښ شوی دی.

ښاغلي عبدالله وویل چې د ځنډ علت د کابینې د غړو په ټاکلو کې د ډیر دقت دی.

اجرائیه رئیس وویل" د افغانستان د کابینې د جوړیدلو په هکله خلکو تمه لرله چې دا کار ژر شوی وی ، خو د کابینې په سر بحث یو عادي بحث نه دی د دیارلسو کالو وروسته په افغانستان کې یو بدلون رامنځ ته شوی دی. د افغانستان جمهور رئیس او ما هر یو د افغانستان خلکو سره وعدې کړې دي چې انشالله یوه کاري کابینه چې د افغانستان د خلکو ملي یووالی تمثیل کړي او صادق او وطندوسته کسان په کې شامل وي د افغانستان خلک د دغسې یوې کابینې د جوړیدلو خبر واوري".

ښاغلي عبدالله وویل چې د لندن د کنفرانس وروسته د دوو نه تر څلورو اونیو پورې د کابینې د جوړیدلو او ولسي جرګې ته د ورپیژندلو په باب د لندن کنفرانس په وخت ده او جمهور رئیس چې د افغانستان خلکو سره کومه وعده کړې وه لا هم هغه وعده په خپل ځای ده او په پام کې ده چې نوې کابینه به د ټاکلې نیټې دمخه جوړه شي.

ښاغلي عبدالله وویل چې که څه هم کابینه به په یو ځل ولسي جرګې ته واستول شي خو په پام کې ده چې په سر کې د امنیتي سکټورونو لپاره وزیران وټاکل شي او بیا د نورو وزیرانو سره یو ځای دغې جرګې ته د باور د رایې ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریس دغه خبري کنفرانس د قزاقستان په مرکز الماتي کې د شانګهایی د غړو هیوادونو په کنفرانس کې د خپل ګډون او د کنفرانس په وخت د ددغه کنفرانس د غړو هیوادونو د حکومتي هیتونو سره د افغان هیات د لیدو کتو په باب خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره جوړ کړی و.

ښاغلي عبدالله وویل چې د چین او روسیې د صدراعظمانو سره یې د افغانستان او د دغو دوو هیوادونو په اړیکو ګټورې خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG