د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: یوازې حکمتیار سره سوله ستونزه نه حل کوي


A homeless man sleeps on a pile of plastic bags and newspapers under a porch in Rome, Italy.
A homeless man sleeps on a pile of plastic bags and newspapers under a porch in Rome, Italy.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو د شورا غونډې ته وویل، د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې له موافقې سره مخالف نه دی، خو زیاته یې کړه چې یوازې د حکمتیار په راتګ د افغانستان ستونزه نه حل کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل، تل یې د خلکو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې هڅې کړي او په دې وروستیو کې له اسلامي حزب سره د سولې په خبرو کې یې هم برخه اخیستې ده.

د ښاغلي عبدالله پر وینا، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره توافق آسانه کار نه دی، بلکې دا ډول مسائلو لپاره مهمو بحثونو ته اړتیا ترڅو ښه نتیجه ورڅخه ترلاسه شي.

اجرائیه رئیس وویل "له سولې سره مخالفت، له خبرو سره مخالفت، نتیجې ته له رسیدو سره مخالفت نه دی، بلکې په ښه توګه د یوې مسلې د ترسره کولو لپاره د زمینې برابرول دي، چې خلکو ته بله اندېښنه پیدا نشي".

له دې مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې اجرائیه ریاست د افغان حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د سولې په موافقه کې ځینې ملاحظات لري.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه نهايي شوې او ټاکل شوې چې په روانه اونۍ کې دا سند د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شي.

د دغې شورا د مشر د دفتر رئیس ولي نعیمي امریکا غږ ته وویل، هغه ملاحظات چې په حکومت کې دننه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې پر سر موجود وو، ختم شوي دي.

که څه هم لا تر اوسه د نهايي شوې موافقې جزئیات په رسمي توګه له خلکو سره شریک شوي نه دي، خو افغان حکومت ټینګار کړی چې له وسله‌والو مخالفو ډلو سره به د سولې د خبرو پر مهال د افغانستان اساسي قانون غوښتنې په پام کې نیسي.

د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو له تور لېست څخه د اسلامي حزب د غړو د نومونو ایستل، د دغه حزب د بندي شوو غړو بیرته خوشې کول، له پاکستان څخه د حزب اسلامي ګوند د پلویانو بیرته راستنېدل او په افغانستان کې ورته د استوګنې زمینه برابرول او شفافو او عادلانه ټاکنو ته د زمینې برابرول د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې اساسي ټکي دي.

دغه راز په دې موافقې کې له وسله ‌والې جګړې څخه د اسلامي حزب د پلویانو لاس اخیستل او له ټولو وسله‌والو مخالفو ډلو سره یې پریکون هغه مهمې موضوعګانې دي، چې افغان حکومت ورباندې ټینګار کړی دی.

اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو د شورا په غونډه کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دغه سند یو ټکی هم د ملي ګټو پر ضد نه دی او د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ته یې په خطاب وویل "هغوی ته هم ډاډ ورکوم، کوم مسائل چې پخوا رامنځ ته شوي یا نه دي رامنځ ته شوي، خو له پیله له دغې موضوع سره او سولې ته د رسیدو په وړاندې هیڅ ډول ضدیت موجود نه وو".

له دې مخکې د افغانستان ولسمشر ویلي، چې له دلیل پرته د سولې پر وړاندې هر ډول خنډ ورته د منلو وړ نه دی.

دغه راز، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې ګوند یې د سولې د موافقې پر ټولو مسائلو سلا شوی دی، خو په حکومت کې دننه د اختلافاتو له امله د دغې موافقې لاسلیکول له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG